محب

محب: د افغان سولې اړوند روسیې او ترکیې دواړو ناستو کې ګډون کوو

اطلاعات روز: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، روسیې او ترکیې هېوادونو کې د افغان سولې په اړه جوړو شویو ناستو لپاره د افغان حکومت ارزونې روانې دي او په دواړو کې به ګډون وکړي.

د ملي امنیت سلاکار نن (شنبه، ۲۳ د کب) د جګپوړو امنیتي چارواکو خبري ناستې ته خبرو کې وویل، د هېواد بهرنیو چارو وزارت او د ملي پخلاینې عالي شورا په دې ناستو کې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډونوالو کچې جوتولو لپاره کار کوي.

د ښاغلي محب په وینا، افغان حکومت دا مالوموي چې په دې ناستو کې د طالبانو د دوحې پلاوی او که په کومه بله کچه پلاوی جوړوي، چې په وینا یې دوی به هم په هماغه کچه پلاوی ورته تیار کړي.

محب زیاته کړه: «که د طالبانو پلاوی د دوحې په کچه و، زموږ به هم هماغسې وي. که یې کچه بدلیږي موږ به هم په هماغه کچه پلاوی ورته ټاکو.»

نوموړي دغه راز لنډمهاله اداره یو ځل بیا د افغانستان په تاوان یاده کړه او ویې ویل، چې موقت حکومت د افغانستان درد نه شي دوا کولی. د ده په وینا، مهمه سوله ده او کله چې سوله ټینکه شوه بیا به پر هغو لارو غور کیږي چې ګټه یې ډېره وي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې هېواد د لنډمهاله ادارې ملاتړ کړی دی. د افغان سولې په اړه د روسیې مسکو کې ناسته د دې هېواد له لوري جوړیږي. روسیې افغان حکومت، افغان سیاسي مشرانو او طالب مشرانو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې. دغه ناسته ټاکل شوې چې د روان زېږدیز کال د مارچ په ۱۸مه ترسره شي.

دغه راز د ترکیې ناسته چې ټاکل شوې د روان زېږدیز کال د اپریل میاشت کې ترسره شي، دا ناسته ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په لیک کې مطرح شوې وه.

د امریکا په وینا، دغه لیک یې طالبانو ته هم ور رسولی دی.

بحرین ته د افغان لوپوړو امنیتي چارواکو سفر

دغه راز د ملي امنیت سلاکار بحرین ته د نوموړي، ملي امنیت عمومي مشر احمدضیا سراج او لوی درستیز ستر جنرال محمدیاسین ضیا سفر په اړه هم مالومات ورکړل.

ښاغلي محب وویل، بحرین کې یې د پاکستان له لوی درستیز او د استخباراتو مشر سره په دې خاطر ناسته وکړه چې په وینا یې د افغان شخړې هوارولو لپاره یوازې طالبانو سره خبرې اترې بسنه نه کوي، بلکې «مهم» او «اصلي» موضوع پاکستان سره ده او باید دې هېواد سره خبرې وشي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ تل ويلي چې یوازې طالبانو سره مذاکره افغانستان ته سوله نه شي راوستی، زموږ اصلي موضوع پاکستان سره ده. په دې خاطر جلسه بحرین کې وشوه چې موافقه و نه شوه چې چېرته به جلسه کیږي، موږ افغانستان او دوی راولپنډۍ یادوله، خو د بریټانویانو په منځګړیتوب بحرین کې وشوه.»

د ښاغلي محب په وینا، دا لومړۍ ناسته وه او کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده. خو په وینا یې چې هوکړه وشوه چې دوام به لري.