پکتیا اریوب ځاځي

د پکتیا ځاځي اریوب کې د نشه یي توکو په نه کر د قومونو پرېکړه؛ کرونکي زرګونه پیسې جریمه کیږي

خبریال: امېد اشنا

د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالي چې له مرکز ګردیزه په شاوخوا ۸۰ کلیومټرۍ کې پرته ده، ځايي خلک یې تر ډیره په کرکېلې بوخت دي. په دې ولسوالي کې بیا زیات کروندګر د چرسو بوټي هم کري، خو له څه مودې راهیسې د دې ولسوالي په سروڼي خېلو سیمه کې خلکو پریکړه کړې، چې چرس او نور نشه يي بوټي به نه کري. 

په ځاځي اریوب کې د سروڼي خېلو سیمې یو تن اوسېدونکی ولي محمد وايي، دوی له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې د قومي مشرانو په همکارۍ پریکړه کړې، چې هیڅ ډول نشه یي بوټي به نه کري. 

هغه زیاتوي، چې په پریکړه کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب ناغه هم ټاکل شوې، که هر چا نشه يي بوټي وکرل، نو ۲۵۰۰۰ زره افغانۍ به د جریمې په ډول قوم ته ورکوي. 

ولي محمد وویل: « مونږ د ځاځي اریوب ولسوالي د سروڼي خېلو اوسېدونکي یو، له کلونو راهیسې زمونږ د سېمې خلکو نشه يي توکي کرل او له دې لارې به یې پیسې ګټلې، دوه میاشتې کیږي، چې مونږ او د قوم مشرانو مو دا پریکړه وکړه، چې له دې وروسته به چرس او نور هغه بوټي چې په نشه يي توکو کې راځي، نه کرو. په دې پریکړه کې د سیمې بېلابېلو مشرانو د دې لپاره چې بیا یې څوک کر ونکړي، ناغه وټاکله او هغه کسان چې د قوم له پریکړې سرغړونه وکړي، ۲۵۰۰۰ افغانۍ به د شرم په ډول قوم ته ورکوي.»

د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ کې قومونو پرېکړه کړې چې نور به نشه یي توکي نه کري.

ولي محمد اطلاعات روز ورخپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د دوی د سیمې ډیری خلکو له مجبورۍ او بېکارۍ څخه نشه يي توکي کرل. 

هغه وايي: «َ زمونږ خلک چې نشه يي توکي کري او یا یې کاروبار کوي، دا هر څه له مجبوریته کوي، که حکومت مو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او بزګرانو ته تخمونه ورکړي، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې له دغه حرام بوټي څخه به په ټوله پکتیا کې خلک لاس واخلي.»

ولي محمد همدا راز دا هم وویل، چې د ولسوالي په ځینو نورو سیمو کې لا هم خلک چرس او نور نشه يي بوټي کري، خو که د کرنې ریاست او اړونده ادارې ورسره د اصلاح شویو تخمونو او ځینو کرنیزو وسایلو برخه کې همکاري وکړي، نور خلک هم چمتو دي، چې د نشه يي توکو له کرلو او خرڅلاو څخه لاس واخلي. 

یو ځل بیا ولي محمد : « مونږ خو له دوو میاشتو راهسې تړون کړی، خو زمونږ په ولسوالي کې لاهم بزګران دا کار کوي، زمونږ غوښتنه له اړوند ریاست څخه دا دی، چې پر وخت بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه وویشي او د کرنې اړوند نور وسایل راکړي، تر څو د چرسو پر ځای د خلکو مصروفیت حلال رزق پیدا کولو ته را وګرځي. »

د سروڼي خېلو سیمې یو بل تن اوسېدونکی حاجي احمدشاه د نشه يي توکو کر حرام بولي، خو وايي، اریوب کې ډیری خلک د اقتصادي ستونزو له امله د نشه يي توکو بوټي کري. 

احمدشاه په سیمه کې د مشرانو له خوا د شوي تړون په اړه اطلاعات روز ته وویل، چې له دوی سره د کرنې ریاست له لوري دا ژمنه وشوه، چې پر وخت به د تخمونو او کیمیاوي سرې همکاري وکړي، خو د ده په خبره چې له تړون څخه یې زیاته موده تیریږي، ولې بیا هم له دوی سره د اړوند ریاست له لوري کړې ژمنې ندي عملي شوې. 

احمدشاه داسې وویل: « مونږ چې کله دا تړون کاوه، په هماغه ورځ د کرنې ریاست له خوا زمونږ د دې پریکړې ډیر ښه هرکلی وشو او مسوولینو یې دا ژمنه راسره وکړه، چې تاسو ته به د چرسو په بدل کې د غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې هم درکوو، خو هغوی له هماغه ورځې وروسته زمونږ پوښتنه هم ندی کړې.»

د اریوب ځاځي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، مسوولینو ورسره د اصلاح شویو تخمونو ژمنه کړې، خو پوره شوې نه ده.

بلخوا د پکتیا ولایت د کرنې ریس محمد الدین مومند وايي، د نورو ولسوالیو سربېره یې ځاځي اریوب ته هم اصلاح شوي تخمونه رسولي او پر وخت به بزګرانو ته وویشل شي. 

مومند زیاتوي، چې تېر کال یې د پکتیا مرکز او ولسوالیو ته د اصلاح شویو تخمونو ویش له دې امله په ځنډ ترسره کړ، چې دوی ته هم له مرکز کابله ناوخته را ورسېدل. 

محمد الدین مومند: « کومه پریکړه چې د ځاځي اریوب ولسوالي د سروڼي خېلو سیمې مشرانو او بزګرانو کړې مونږ د دا ډول پریکړو هرکلی کوو او تمه لرو، چې راتلونکي کې هغه سیمې چې لاهم پکې دغه نشه يي بوټی کرل کیږي له منځه لاړ شي او ټول خلک د غنمو، وربشو او نورو پیدا وارو په کښت بوخت شي، رښتیا هم تېر کال مونږ پر وخت ځاځي اریوب او ځینو نورو ولسوالیو ته تخمونه پر وخت ونه رسول، خو سږ کال اریوب ته اصلاح شوي تخمونه رسېدلي او هلته به په نږدې وخت کې بزګرانو ته وویشل شي.»

مومند زیاتوي، چې د سروڼي خېلو له ځايي بزګرانو سره به هم پوره همکاري وکړي او دوی ته به سږ کال د غنمو بهاري ډوله تخمونه ورکول کیږي. نوموړي زیاته کړه: «مونږ د هر قوم له هغې پریکړې، چې نشه یي توکي به نه کري، ډاډ ورکوو، چې دوی ته به ځانکړې پاملرنه کیږي، دا چې د سروڼي خېلو قوم کومه پریکړه کړې، دوی ته مونږ هغه تخمونه سږ کال ورکوو، چې هغه بهاري وي او اوس یې هم په کرلو کې کومه ستونزه نشه.»

دیني عالم مولوی عرب ګل حسین د اسلام له نظره د هر ډول نشه يي توکو کښت او خرڅلاو حرام بولي او وايي، د نشه يي توکو کرل دوه لوی زیانونه لري، چې له یو خوا انساني ټولنې ته پکې ضرر رسیږي او بل لورته انسان له ګناه سره مخ کیږي. 

عرب ګل حسین داسې وویل: « هره نشه را وړونکی څېز حرام دی، نو کوم کسان چې له دې لارې روزي پیدا کوي، تر ټولو زیات په ګناه کې ښکېل دی، ځکه هغه له یو خوا د اسلام خلاف عمل ترسره کوي او بل لورته زمونږ د ټولنې ځوان قشر تبا کوي، نو د دې کار پر ځای باید یوه بدیله لاره غوره شي، تر څو د حرامو پر ځای حلالې پیسې تر لاسه کړي.»

د پکتیا په همدې ځاځي اریوب ولسوالي کې د نشه يي توکو د کښت سربېره د چرسو پروسس خونې هم جوړې شوې دي، چې د چرسو حاصلات پکې لومړی پروسس او وروسته په همدې خونو کې دغه نشه يي مواد پخیږي هم. 

په دې ولسوالي کې د چرسو پخولو یو تن کارکونکی سردار، چې د چرسو پخولو په یوې کارخونه کې کار کوي، اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د اقتصادي مشکلاتو له امله په ډیر سخت حالت کې کار کوي او له دې لارې پیسې پیدا کوي، نوموړی همدا راز زیاتوي، چې دوی له دغو پیسو وسله والو طالبانو ته هم یوه اندازه د «عشر» په توګه ورکوي. 

سردار د چرسو پخولو کار کوونکی داسې وايي: «دلته چې مونږ کار کوو، یو خو ډیر سخت بوی وي، ټوله ورځ مو دستمال له خولې او پوزې تاو کړی و، تر رخصت کېدو پورې کار هم کوو، خو حالت مو نشه يي وي، مونږ دا هر څه له مجبورې ورځې کوو، بچیانو ته مو له دې لارې ډوډۍ تیارو او کومې پیسې چې مونږ دلته تر لاسه کوو، وسله والو طالبانو ته یې هم د عشر په توګه ورکوو.»

اریوب ځاځي ولسوالۍ کې د چرسو پروسس خونې یو کارکوونکی وایي، له نادارۍ یې دې کار ته مخه کړې.

وسله وال طالبان بیا د عشر اخیستلو موضوع ردوي او وايي، له دوی سره خلک په خپله همکاري کوي. 

که څه هم په پکتیا ولایت کې له دې وړاندې نشه یی توکي نه کرل کېدل، خو د اقتصادي ستونزو زیاتېدو له امله په ځاځي اریوب، احمدخېلو او ځینو نورو سیمو کې خلکو د نشه يي توکو کر ته مخه کړې ده.