ملي امنیت شورا

د لویو لارو ستونزو حل لپاره نوې تګلاره پلي کېږي

اطلاعات روز: د ملي امنیت شورا وایي، د هېواد لویو لارو کې د شته ستونزو له منځه وړلو لپاره چمتو شوې نوې تګلاره عملي کوي.

د ملي امنیت شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه پرون (شنبه، ۲۳ د کب) د لوړپوړو امنیتي چارواکو د عمومي وضعیت ارزونې غونډه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې: «په دې غونډه کې د لويو لارو د امنيت په تامين کې د ملکي ادارو پر ونډه او څرنګوالي بحث وشو چې په دې برخه کې چمتو شوې تګلاره د اصلاحاتو تر تکميل وروسته د امنيتي سکتور دويمې راتلونکې غونډې ته راوړل کېږي.»

د خبرپاڼې له مخې، یادې شورا ویلي چې د دې تګلارې له پلي کېدو سره به په لويو لارو کې ترانسپورټي ستونزې حل او د قوانينو پلي کېدل به اسانه شي. په لویو لارو کې د دولتي ځینو پوستو له خوا له لویو لاریو د پیسو اخیستنه هغه ستونزه وه چې په غبرګون یې موټرچلوونکو څه موده کاري اعتصاب وکړ او پایله کې یې حکومت د ځینو ګامونو په ترڅ کې ځینې هغه کسان چې په یادې ناقانونۍ کې یې لاس و، ونیول.