افغان کرکټ لوبډلې زېمبابوې ته په دویمه ټېسټ لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې لوبډلې ته د ټېسټ لوبلړۍ په دویمه او وروستۍ لوبه کې د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبې چې د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښار کې روانې وې، نن (یکشنبه، ۲۴ د کب) افغان لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر د زېمبابوې ټاکلی هدف پوره او ماتې یې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي: «افغانستان د ابو ظبي سن شاین ټېسټ لوبلړۍ په دویمه او اخري لوبه کې زمبابوې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او لوبلړۍ یو د یو پر وړاندې برابره پای ته ورسېده.»

په دې ټېسټ لوبه کې راشد خان تر ټولو ډېر ۹۹.۲ اورونه وکړل او ۱۱ وېکټې یې واخیستې، چې ویل کیږي دا له ۲۰۰۰ز کال را په دې خوا تر ټولو ډېر اورونه دي، چې یو بال اچوونکی یې کوي.