ولسمشر مالیې وزارت ته: کابل کې د وزلوبي معیاري لوبغالي جوړېدو ته بودجه پام کې ونیسئ

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني د وزلوبې لوبغاړو سره لیدنه کې مالیې وزارت ته دنده سپارلې چې کابل کې د وزلوبې معیاري لوبغالي جوړېدو لپاره د کال منځ کې بودجه پام کې ونیسي.

له ارګه خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن (یکشنبه، ۲۴ د کب) د وزلوبې دویم پړاو سیالیو لوبغاړو سره کتلي او یاده سپارښتنه یې کړې ده.

د خبرپاڼه له مخې: «جمهوررئیس مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې په کابل کې د وزلوبې لپاره د یو معیاري لوبغالي جوړېدو په موخه د کال په منځ کې بودجه په پام کې ونیسي او د ملي المپیک کمېټې رئیس یې موظف کړ چې د وزلوبې د لوبغاړو او اسونو د بیمه کولو لپاره سرچینې په نښه کړي.»

دغه راز ولسمشر غني ویلي، له وزلوبې، نېزه بازۍ، اس او اس سوارۍ سره د افغانانو اړیکه ډېره لرغونې ده او حکومت یې پاللو ته ژمن دی.

په دې کتنه کې چې د ملي ټلوېزیون مشر اسماعیل میاخېل هم و، ویلي چې وزلوبه په افغانستان کې یوه «افسانه» وه، چې په حقیقت بدله شوه.

میاخېل ویلي: «په پیل کې د ملي راډیو ټلویزیون رئیس اسماعیل میاخېل وویل، د وزلوبې سږني لیګ کې له ټول هیواد څخه له ۳۰۰ څخه زیاتو چاپ اندازانو په ۱۶ لوبډلو کې ګډون کړی و او وزلوبه چې په افغانستان کې یوه افسانه وه، په حقیقت بدله شوه.»

ښاغلي میاخېل دغه راز ویلي، هڅه کوي چې د المپیک راتلونکو نړیوالو لوبو کې افغان لوبډلې ته د ګډون وخت ورکړي: د ده په وینا: «میاخېل په افغانستان کې د وزلوبې او نېزه بازۍ ارزښت ته په اشارې وویل، د دې لوبو د معیاري کېدو هڅه او المپیک کمېټې سره ګډ کار کوو چې د المپیک راتلونکو نړیوالو لوبو کې هغوی ته د ګډون زمینه برابره کړو.»

د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې د بدني روزنې او ملي المپیک کمېټې مشر حفیظ الله ولي رحیمي او د وزلوبې فدراسیون مشر سیف الدین تندغان ویلي، چې د حکومت د ځانګړې پاملرنې له امله ورزشي فدراسیونونو انکشافي حرکت پیل کړی. دوی په کابل او ولایتونو کې د وزلوبې لپاره د معیاري لوبغالو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر غني په دې لیدنه کې د ازادو سیالیو لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي چې څو ورځې وړاندې یې په یوې سیالۍ کې یو ازربایجاني سیال ته ماتې ورکړې وه، هم ولیدل او نوموړي ته یې مبارکۍ سره ویلي چې د افغانستان ورزشي لوبغاړي زموږ استازي دي او دوی په مختلفو ډګرونو کې افغانستان ته ویاړونه راوړي دي.