لوګر

د لوګر ولایتي شورا او خلک: ناامني د مرکز پل عالم څنډو ته را رسېدلې

خبریال : حبیب الله سراب

لوګر د سویل ختیځ زون تر ټولو نا امنه، خو پلازمینې کابل ته نږدې پروت ولایت دی، چې په دې وروستیو کې یې د امنیتي وضعیت په اړه ولایتي شورا او خلک اندیښمن دي. 

دوی وايي، د هوا له ګرمېدو سره سم د وسله والو طالبانو جګړو هم زور اخیستی او د ښار په څنډو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کوي. 

د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسې هجران اطلاعات روز ورځ پاڼې ته وویل، پر امنیتي پوستو د جګړو سربېره په ښار او لویو لارو کې د ترور پېښې هم ډېرې شوې، چې له امله یې د هیواد په کچه لوګر دویم ولایت دی، چې د ترور زیاتې پېښې پکې ترسره شوې دي. 

د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران وايي: «دا سمه ده، چې په ټول هیواد کې امنیتي وضعیت خراب دی، خو په لوګر کې بیا دا وضعیت له نورو ډیر د اندیښنې وړ دی، د جګړو لمن د ښار څنډو ته را رسېدلې، د مرکز پل عالم او اړونده سیمو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو ترڅنګ په ښار کې د ترور پېښې دومره ډېرې دي، چې له کندهار وروسته لوګر دویم ولایت دی، چې د هیواد په کچه په کې زیاتې د ترور پېښې شوې دي.»

لوګر میشتي وايي، د هوا له ګرمېدو سره سم د وسله والو طالبانو جګړو هم زور اخیستی او د ښار په څنډو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کوي. 

نفیسه هجران زیاتوي، چې د سختو جګړو له امله د رغنیزو پروژو چارې هم له ستونزو سره مخ شوې او یا د وسله والو طالبانو له لوري ورته اجازه نه ورکول کیږي. 

نوموړې وايي، که د روان وضعیت سمون لپاره هڅې و نه شي، د هوا په ګرمېدو سره به جګړه لا زور واخلي. 

دا وايي، د روانې جګړې قربانيان مظلوم افغانان دي او که جګړې شدت پیدا کوي، ورسره به د ملکي وګړو د مرګ، ژوبلې کچه نوره هم زیاته شي. 

یو ځل بیا نفیسه هجران: «که زمونږ د ولایت په رهبري کې تغیر راغلی، یو غل مو رخصت کړی بل راغلی، له دې حالته ولایتي شورا هم نوره خسته شوې، ځکه د لوګر امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابیږي او د هوا له ګرمېدو سره زمونږ اندیښنه دا ده، چې د وژنو، ورانیو او نورو ناوړه کړنو شمېر به نور هم زیات شي او خلک به بیا د ویر په ټغر کیني.»

د یاد ولایت د ولایتي شورا یو بل غړی سید قریب الله سعادت وايي، د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي او کمزوری مدریت د دې لامل بولي، چې د لوګر ولایت د ډیری ولسوالیو لویې لارې نا امنه او د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي. 

نوموړی زیاتوي، که د امنیت تامین لپاره سر له اوسه هڅې ونه شي، د لوګر ځینې ولسوالي به د وسله والو طالبانو لاس ته ورغورځي.

د ولایتي شورا غړی قریب الله سعادت داسې وايي: «داسې نه ده، چې زمونږ لوګر امن دی او مونږ په يو آمن ځای کې ژوند کوو،  که څه هم په امنیتي برخه کې تغیرات راغلي، خو بیا هم امنیت سم ندی، هره ورځ جګړې وي، په ځینو ولسوالیو کې جګړې دومره شدت پیدا کړی و، چې له سقوط سره مخ شوې وې، لکه څرخ او ازره دا دواړه ولسوالي د سقوط په حالت کې وې.» 

سعادت په امنیتي برخه کې د تشکیل کموالی د شته ناامنیو لوی لامل بولي او وايي، د کم تشکیل له امله د ځینو ولسوالیو لویې لارې نا امنه دي، د نوموړي په وینا که د لوګر تشکیل زیات شي، نو شته امنیتي ستونزې به تر ډیره ورسره هوارې شي. 

قریب الله سعادت زیاته کړه:«کومې ولسوالي چې امنیتي وضعیت یې خراب دی یا یې لویې لارې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، د دې ټولو لامل د تشکیل کموالی دی، مونږ دلته ولسمشر ته هم وړاندیز وکړ، چې د لوګر امنیتي برخه کې تشکیل زیات کړي، زمونږ اوس د څرخ، ازرې او خروار ولسوالي په اوسنیو وختونو کې له ګڼو امنیتي ګواښونو سره مخ دي، لارې یې نا امنه او ځینې ساحې یې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، که دغو ولسوالیو ته پام ونشي، په اوړي کې نور هم په دغو ولسوالیو کې ستونزې ډیريږي، چې وروسته به یې کابو کول د حکومت له وسه پورته وي.»

د ولایتي شورا غړی قریب الله سعادت، په امنیتي برخه کې د تشکیل کموالی د شته ناامنیو لوی لامل بولي.

بلخوا د کابل – پکتیا لویه لاره په لوګر ولایت کې ځینې وخت د نا امنیو شاهده وي، چې له امله یې موټر چلوونکي او مسافر اندیښمن کړي او وايي، نامعلومې وسله والې ډلې وخت نا وخت لویې لارې ته را وځي له موټره مسافرین ښکته کوي، د دوی تر مخ یې وژني او یایې هم له ځانه سره وړي.

د لوګر ولایت اوسېدونکی نقیب الله وايي، څو ځله یې په خپلو سترګو لیدلي، چې وسله وال طالبان پر همدې لاره د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالي کې تلاشي کوي او شکمن کسان له موټره ښکته کوي. 

نقیب الله داسې وايي: «زه دلته په یو پمپ کې کار کوم، ما خپله څو ځله ولیدل، چې وسله وال طالبان د لارې ته راوځي او دلته د محمد اغې ولسوالي په ځینو برخو کې د تلاشۍ پلټن ځایونه جوړ وي، اوس خو د ملي اردو موټرې دیريږي، خو له دې وړاندې به طالبانو د څو ساعتونو لپاره تلاشي کوله او په موټرو کې به یې چې په چا شک راغی، نو سمدستي به یې راښکته کاوه او له ځانه سره به یې بوتلو.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکی جمیل چې له پکتیا کابل ته ټکسي موټر چلوي، وايي، له دې وړاندې به یې ماښام مهال هم له کابله پکتیا ته تګ راتګ کاوه، خو په وینا یې چې اوس د امنیتي ستونزو له وجې له مازدیګر وروسته هم ډیر کم خلک ورباندې تګ راتګ کوي. 

جمیل دا هم وویل، چې څو ځله د کابل – لوګر په لویه لاره کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په جګړو کې ایسار شوی، او د سترګو پر وړاندې یې ولسي خلک ټپیان شوي دي. 

موټر چلوونکی جمیل د لارې امنیتي وضعیت په اړه وايي: «زه له پکتیا څخه کابل ته مارسیډیس موټر چلوم، نو په کومه لاره چې مونږ کابل ته ځو، یا له کابله پکتیا ته، نو د لوګر په محمد اغې ولسوالي، د مرکز پل عالم اړوند په خضر بازار سیمه کې له امنیتي ستونزو سره مخ کیږي، ډیر ځله دلته یا جګړه کیږي، د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ یا هم په لاره کې ماینونه ځای پر ځای شوي وي، نو دغه لاره اوس ډیره نا آمنه شوې، له مازدیګر وروسته مونږ په دې لاره نه ځو، ځکه د وسله والو طالبانو تر څنګ ځینې وخت د لوګر په ساحو کې غله هم را وځي.   زمونږ غوښتنه له چارواکو په تېره د لوګر ولایت له امنیتي مسوولینو دا ده، چې په دې لاره باندې امنیتي پوستې زیاتې کړي، ځکه نه یوازې د پکتیا بلکې د پکتیکا، غزني او خوست خلک هم کابل ته په همدې لاره ځي.»

بل لورته بیا د لوګر امنیتي چارواکي د دغه ولایت امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بولي او وايي، د وسله والو طالبانو هغه بریدونه یې په شاه تنبولي، چې د لوګر ولایت د سقوط لپاره پلان شوي و. 

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې له دې وړاندې وسله والو طالبانو د مرکز پل عالم په ګډون په ځینو سیمو کې جګړو ته زور ورکړی و، خو د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یادې ډلې د مهمو غړو له وژل کېدو وروسته د لوګر په امنیتي وضعیت کې هم سمون راغلی دی.

لونګ وايي: «د لوګر امنیتي وضعیت په ټوله کې اوس ښه شوی، پخوا به وسله والو طالبانو په مرکز پل عالم او ځینو ولسوالیو کې غلچکي بریدونه کول، خو د دوی له ځبل کېدو وروسته دا وضعیت نورمال شوی او تر پخوا ډیر د لوګر مهمې سیمې د وسله والو مخالفینو څخه پاکې شوې دي، بله دا چې د خلکو هغه اندیښنې چې د اوړي یا هوا له ګرمېدو سره یې لري، نو دوی دې ډاډه شي، چې دلته افغان ځواکونه شتون لري، ښه همغږي موجوده ده، نو دوښمن نشي کولی، چې په لوګر کې لوی بریدونه ترسره کړي.» 

د لوګر ولایتي مسوولین وایي، طالبانو جګړو ته زور ورکړی و، خو د یادې ډلې ځینو غړو وژل کېدو سره امنیتي وضعیت بېرته ښه شوی.

دیدار لونګ دا هم مني، چې د لوګر ولایت ځینې ولسوالۍ ناامنه دي او هلته د وسله والو طالبانو فعالیتونه موجود دي، خو د نوموړي په خبره چې راتلونکي کال به د نا امنه ولسوالیو د لویو لارو امنیت خوندیتوب لپاره عملیات ترسره شي. 

دیدار لونګ د والي ویاند وایي: «زمونږ په لوګر کې د ځینو ولسوالیو، لکه ازره، خروار او څرخ دا لږ نا آمنه دي، خو دومره هم نه لکه چې خلک ورته تبلیغات کوي، نو هلته هم زمونږ ځواکونه میشت دي، یوازې یې په لویو لارو کې امنیتي مشکلات شته، چې د هغو د هواري لپاره به هم اقدام شي، نو په ټوله کې ویلی شم، چې د لوګر اوسیدونکي دې عادي ژوند ته دوام ورکړي او د هغو تبلیغاتو چې د سقوط په اړه یې کوي، له دې پسې دې سر نه ګرځوي، دلته زمونږ اردو، ملي امنیت، پولیس او نور ځواکونه شتون لري.»

لونګ د کابل – پکتیا ترمنځ د لویې لارې امنیتي حالت هم د ډاډ وړ وباله او زیاته یې کړه، چې د دې لارې په نا امنه سیمو کې به د امنیتي ځواکونو پوستې او لوی بېزونه هم ځای پر ځای شي.

ښاغلی لونګ زیاتوي: «پخوا د کابل – پکتیا لویه لاره چې د لوګر په ځینو ساحو کې ناامنه شوې وه، اوس هلته هم د ملي اردو ، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه ولاړ وي، لاره امن ده، خو د لاښه امن کېدو لپاره هلته د بېزونو جوړېدو پلان هم شته، چې په راتلونکي کې به په ځینو مهمو ساحو کې جوړ شي.»

د کابل – پکتیا لویې لارې سربېره چې د ناامنه کېدو په اړه یې د خلکو اندیښنې زیاتې شوې، سربېره پر دې ازره، خروار، څرخ او برکي برک د لوګر هغه ولسوالۍ دي، چې لویې لارې یې له څو کلونو راهسې د وسله والو طالبانو له خوا له مرکز پل عالم سره د دولتي کسانو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې او هلته میشتو افغان ځواکونو ته هم د هوا له لارې اکمالات کیږي.