خوست

خوست کې د يو کور چت پرېوتو پېښه کې يوه مور او د هغې څلور ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: خوست کې ځایي مسوولین وایي، تېره شپه (دوشنبه، ۲ د وري) د خوست ولایت په سړو اوبو سيمه کې د زيات اورښت له امله د يو کور چت را پريوتی، چې له امله يې يوه مور او د هغې څلور ماشومان مړه شوي او يو بل ټپي دی.

خوست کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست مسوولين وايي، پېښه کې یوه مور او د هغې درې هلکان او يوه انجلۍ هم شامله ده.

په دغه ولايت کې له طبعي پېښو سره د مبارزې ريسه محبوبه سعادت وايي، سيمه ته يې د بېړنيو مرستو لپاره يو پلاوی استولی، تر څو هلته زيانمن شوي خلک په ګوته کړي. 

هغې اطلاعات روز ته وويل: «بېګاه شپه متاسفانه چې زمونږ د خوست په ولايت کې اورښت زيات و، چې د دغه اورښت له امله په سړو اوبو سيمه کې د يو کور چت را پريوتی، چې له امله يې يوه مور او د هغې څلور بچيان په شهادت رسېدلي او يوه بله ماشومه پکې ټپي شوې ده. مونږ نن سهار سيمې ته يو پلاوی استولی، چې زيانمنو شويو کورنيو ته د بیړنيو مرستو په موخه سروې وکړي د شهيدانو له کورنيو سره به هم نغدي او نورې مرستې وشي.»

سعادت له خلکو غوښتنه وکړه، چې د اورښتونو پر مهال له احتياط څخه کار واخلي.

هغه وايي، د خلکو کوم استوګنځي چې ورباندې د سېلاب راوتو انديښنه يې شته، يو مناسب ځای ته دې کډې وکړي.

نوموړې وايي: «دا چې په ټول هيواد کې د اورښت امکان زيات دی، خوست کې هم د زياتو اورښتونو وړاندوينه شوې، نو خلک بايد له پوره احتياط څخه کار واخلي او هغه کورونه چې په ناسمو ځايونو کې دي يا د سیلابونو له خطر سره مخ وي، هغوی دې د موقت وخت لپاره يو مناسب او خوندي ځای ته کډه شي.»

هيواد کې له تېرو څو ورځو راهیسې اورښتونه دوام لري.

 د يادونې ده چې دوې ورځې مخکې هم په دغه ولايت کې د سيلاب راوتو له کبله دوو تنو خپل ژوند له لاس ورکړی و.