خوست

خوست کې د ښځینه پولیسو کموالي له امله د ډیری جنايي پېښو مخه نه ده نیول شوې

خبریال: حبیب الله سراب 

خوست د هیواد له هغو لایتونو ګڼل کیږي، چې هلته په کې ښځې د کلتوري محدودیتونو له امله نه شي کولی، چې په دولتی او نورو ادارو کې دندې ترسره کولو ته زړه ښه کړي، په یاد ولایت کې د ښځینه پولیسو کموالی هم د دغو کلتوري ستونزو لوی لامل بلل کیږي. 

د خوست ولایت په امنیه قومنداني کې د جنایی برخې کارمنده سیما چې له نارینه پولیسو سره په ډیری عملیاتو کې هم برخه اخلي، له نارینه پولیسو سره د ښځنیه پولیسو شتون اړین بولي او وايي، ډیری داسې قضیې رامنځته کیږي، چې هلته باید تلاشي د ښځو پر مټ ترسره شي. 

سیما زیاتوي، چې دوی نه یوازې په عملیاتو کې د خلکو کورونه تلاشي کوي، بلکې د امنیه قومنداني په داخل کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیده ګي کوي. 

په خوست کې ښځنیه پولیسه سیما وايي: «زما نوم سیما دی، اصلا د کابل ولایت اوسېدونکې یم، شاوخوا اته کاله کیږي چې دلته په خوست ولایت په امنیه قومنداني کې دنده ترسره کوم، مونږ په ډیری عملیاتو کې له خپلو وروڼو سره یو ځای برخه اخلو او روسره سیمې ته ځو، د خلکو کورونه هم مونږ تلاشي کوو او د دې سربېره په هغو قضیو هوارولو کې هم مونږ کار کوو، چې ښځې له کورني تاوتریخوالي سره مخ کیږي.»

که څه هم سیما کلتوري ستونزې مني، خو دا وايي، چې په دې برخه کې خلکو عامه پوهاوی تر لاسه کړی او د ښځینه پولیسو په ارزښت پوی شوي دي. 

د نوموړې په خبره چې خوست کې د کلتوري ستونزو له امله په امنیتي لیکو کې هم ډیری ښځینه پولیسې له نورو ولایتونو راغلې دي. 

هغه وايي:« پخوا دلته کلتوري ستونزې وې، مونږ په ډاډه زړه نشوی کولی، چې کار وکړو یا دندې ته راشو، خو اوس یو څه ښه شوي او خلک هم پوی شوي دي، چې د ښځینه پولیسو شتون څومره مهم دی، یعنې په ارزښت یې عامه پوهاوی تر لاسه کړی دی. بله دا چې دلته په امنیه قومنداني کې چې کومې خوندې له مونږ سره کار کوي، دوی ډیری یې د نورو ولایتونو لکه کابل او ځینو نورو څخه راغلې دي.»

خوست کې ښځنیه پولیسه سیما وايي، په دې ولایت کې د کلتوري محدودیتونو له امله ډېری ښځينه پولیسې له نورو ولایتونو ورغلي.

په خوست کې یو بله ښځینه پولیسه مېرمن حبیبه چې دا هم په امنیه قومنداني کې دنده ترسره کوي، وايي، دغه کار ته یې په خپل شوق ملا تړلې او غواړي، له همدې لارې خلکو ته خدمت وکړي. 

حبیبه زیاتوي، چې د خوست خلک وطندوسته دي او له امنیتي ارګانونو سره یې همکاري بې کچې ده. 

پولیسه حبیبه وايي:« مونږ چې دلته د خوست په امنیه قومنداني کې دنده ترسره کوو، نو زمونږ د کار ځای له نارینه پولیسو او نورو کارمندانو څخه بېل دی، ټول امکانات چې ورته ضرورت لرو راکړل شوي او زه په خپله په ډیر شوق او علاقې سره خپله دنده په مخ وړم او خوښه یم، چې د خوست شریف ولس ته کار کوم.»

نوموړې وايي، که څه هم په خوست کې  ښځینه پولیسې شته، خو د نفوسو ګڼوالي ته په کتو شته پولیسې کافي ندي. 

ښاغلې حبیبې داسې وویل:« دلته له مونږ سره په خوست کې ښځینه نورې پولیسې او کارمندانې هم شته، خو خوست د هیواد له ګڼ نفوسو ولایتونو څخه دی، نو دغه پولیسې ورته کفایت نکوي، ځکه د ښار تر څنګ د خوست په ولسواليو کې هم زیات ژوند کوي او زیاتې جنايي قضیې هم رامنځته کیږي.»

په عین وخت کې ځیني مذهبي علماء وايي، د اړتیا په وخت کې ښځو ته جواز شته، چې په امنیتي لیکو کې دنده ترسره کړي، خو د دوی په خبره چې د کار چاپیریال یې باید بېل او له شاقه کارونو خوندي وساتل شي. 

قاري خواجه الدین حق بیان وویل، چې په امنیتي لیکو کې ښځو ته درنې وسلې او زغرې ور اغوستل او هغوی د جنګ لیکو ته بول هیڅ جواز نلري، خو د کورونو او ښځو تلاشي بیا یوه اړتیا بولي. 

حقبیان وویل: «په ټوله کې په ښځو د درنو کارونو کول په اسلام کې جواز نلري، په امنیتي لیکو کې هم که ښځو ته زغرې ور اغوستل کیږي یا نورې درنې وسلې غاړې ته ور اچول کیږي او یا هم جګړو ته استول کیږي دا په اسلام کې نشته او هیڅ شرعي جواز ندی ورکړل شوی، خو په داسې چاپیریال کې چې هلته پکې ښځې له جنسي اړخه ونه ځورول شي او د ښځو تلاشي کې اړتیا پیدا شي، نو بیا کولی شي.»

دیني عالمان وایي، د اړتیا پر مهال ښځو ته د پولیسو لیکو کې د کار اجازه شته، خو چې کاري سیمه یې خوندي او کارونه یې سخت نه وي.

په خوست ولایت کې د ولایتي شورا پخوانۍ غړې او د ښځو برخې فعاله حکمینه په دولتي ادارو کې د ښځو په کمرنګې ونډې اندیښنه څرګندوي او وايي، د ښځینه کارمندانو د کموالي له امله د خوست میشتو ښځو ستونزو ته پر وخت رسیده ګي نشي کېدلی. 

نوموړې زیاتوي، چې دلته په دندو بوخت مېرمنې هم له نورو ولایتونو څخه راغلې، چې د خوست خلکو له کلتور سره بلدې ندي او نه یې هم ستونزو ته په سم ډول رسېدنه کولی شي.

په همدې حال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیت منسوبین وايي، په هغو تصفیوي عملیاتو کې چې ښځینه پولیس ګډون لري، د نورو په نسبت زیات بریالي او له لاسته راوړنو ډک وي، چې یواځې یې نارینه پولیس ترسره کوي. 

حکمینې داسې وویل: «دلته زمونږ په خوست ولایت کې په ټولو دولتي ادارو کې ښځې کمې دي، هتا په ښځو چارو ریاست کې هم پر ځینو بستونو نارینه کار کوي، هغه مشکلات چې د خوست ښځې یې لري، د ښځینه کارمندانو د کموالي او یا نشتون له امله دغو ستونزو ته رسیده ګي نشي کېدلی او بله دا چې دلته په ډیری ادارو کې د کابل یا نورو ولایتونو خویندې دندې ترسره کوي.»

د یادې ادارې مدیر څارمن احمدجان غورځنګ وايي، له دې کبله چې د ښځینه پولیسو شمېر کم دی، ځو ځینو حالتو کې له ستونزو سره مخ وي. 

هغه وویل: «که چېرې له مونږ سره د اوناثو طبقه نه وي، مونږ له ستونزو سره مخ کیږو، ځکه ځینې داسې عملیات وي، چې هلته باید یو کور تلاشي کړو، په هغه کور کې ځینې وخت ښځې او ماشومان وي، نو په دې حالت کې مونږ ډیره اړتیا ښځنیه پولیسو ته لرو.»

نوموړي ډاډ ورکړ، چې په خوست کې د ښځو لپاره خوندي چاپیریال او د ژوند ټولې اړتیاوې برابرې دي، چې نورې ښځینه پولیسې هم کولی شي، دلته په ډاډه زړه کار وکړي. 

غورځنګ وايي: «پخوا منم، چې کلتوري ستونزې به ډېرې وې، خو اوس ټولو ښځو ته هغه که په ادارو کې کار کوي یا له امنیه قومنداني څخه دباندې دنده ترسره کوي، دوی ته مونږ کاري چاپیریال برابر کړی او په ډاډه زړه دلته ښځې دنده ترسره کوي، نورې ښځې چې غواړي په پولیسو لیکو کې وظیفه وکړي، کولی شي، چې راشي او په ډاډ سره دلته د خوست ولس ته کار وکړي.»

د خوست امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د ښځو لپاره کاري سیمه خورا خوندي ده.

بلخوا د خوست امنیه قومنداني مسولین هم ستونزې مني، چې ښځې په ډاډ سره په امنیتي لیکو کې کار نشي کولی. 

د خوست امنیه قومندان پاسوال محمد داود آمین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دې ولایت کې هغه اړتیا چې پخوا ښځینه پولیسو ته لیدل کېده، تر یوې اندازې ورته رسیده ګي شوې ده. 

محمد داود آمین وویل: «تاسو ټولو ته معلومه ده، چې خوست د پښتنو ولایت دی، دلته کلتوري ستونزې ډېرې دي او ښځې نشي کولی چې د پولیسو، اردو او ملي امنیت لیکو کې دندو ترسره کولو ته زړه ښه کړي، خو بیا هم هغه تشه چې په دې برخه کې وه، مونږ تر ډیره ډکه کړې او اوس دلته ځینې ښځینه پولیسې په ادارو کې کار کوي او په ډاډ سره هره ورځ خپلو دندو ته حاضریږي.»

د خوست ولایت د مطبوعاتي مسولینو د معلوماتو له مخې چې په دې ولایت کې اوس مهال شاوخوا پنځوس ښځنیه پولیسې دنده ترسره کوي، د یاد ولایت مدني فعالان له خلکو غوښتنه کوي، چې خپلې لوڼې د اړتیا له مخې د پولیسو لیکو ته واستوي.