حصارک

د ننګرهار حصارک ته تلونکې لار له ۱۵ کالو وروسته پرانېستل شوه

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وایې، د دې ولایت حصارک ولسوالي ته یې له ۱۵ کلونو وروسته تللې لاره پرانیسته.

ختیځ کې د ۲۰۱سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا ویاند بهادرخان نن (سه شنبه، ۳ د وري) اطلاعات رزو ورځپاڼې ته وویل، چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې یې په خوږیاڼو، شیرزادو او حصارک ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

ښاغلی بهارد خان وایي، د یادو عملیاتو پر مهال یې د ننګرهار د حصارک او شیرزادو ولسواليو ترمنځ عمومي لاره له پنځلس کلونو وروسته د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.

د هغه په خبره د یادو عملیاتو پرمهال یې ۲۰۸ وسله وال طالبان وژلي او له سلو ډیر یې ټپیان کړي دي او همدارنګه یې د وسله والو طالبانو مهم مرکزونه هم له منځه وړي دي.

بهادر خان زیاته کړه: «د افغان ګډو ځواکونو له لوري په حصارک ، خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال له درې سوو ډیرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدارنګه هغه لاره هم له وسله والو طالبانو نیول شوې چې ۱۵ کاله د دوی په ولکه کې وه.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.