اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د یو کور چت پرېوتو پېښه کې یو ماشوم خپل ژوند بایللی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پرون (سه شنبه، ۳ د وري) ماذیګر ناوخته د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «کریم اباد» سیمه کې د یو کور د خونې چت پریوتلو له امله یو اووه کلن ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو بل چاته زیان نه دی اوښتی.
دولتزي زیاته کړه: «پرون ماذیګر ناوخته د قرغیو ولسوالۍ کریم اباد سیمه کې د کور چت پرېوتی، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی دی.»
د مالوماتو له مخې د تېرو څو ورځو پرله پسې ورښتونو له امله په ټول هیواد کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي.