مکتوب

ولسمشر ننګرهار لپاره د ۴ زره ښوونکو نوي بستونه ومنل

اطلاعات روز: د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، ولسمشر د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست لپاره د ښوونکو ۴ زره نوي بستونه منظور کړل.

د ننګرهار والي نن (چهارشنبه، ۴ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ډېر ژر به د منظور شویو ښوونکو د ګمارنې رسمي چارې هم پیل شي.

ښاغلي امرخیل د ښوونکو د یادو بستونو د مظوریدو له امله ولس ته مبارکي ویلې ده او زیاته کړې یې ده، چې د یادو ښوونکو په ګمارل کېدو سره به تر ډېره د دې ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.

امرخیل زیاته کړه: «ولسمشر چې کومه ژمنه د خپل راتګ پرمهال له ننګرهاریانو سره د ښوونکو د څلور زره بستونو د منظوریدو په برخه کې کړې وه، هغه عملي شوه او د دې ولایت لپاره د څلور زره ښوونکو بستونو منظور شول، چې تر ډیره به ورسره د ښوونکو د کمبود ستونزه حل شي.»

د ننګرهار د پوهنې ریاست وایې، چې دوی اوسمهال د دې ولایت په دولتي ښوونځيو کې اووه زره ښوونکو ته اړتیا لري.