د پکتیا بالاحصار

د مېلې لپاره تاریخي بالاحصار په کنډواله بدل شوی

خبریال: حبیب الله سراب

د نورو ولایتونو په څېر هر کال پکتیا کې هم د نوي کال جشن نمانځل کیږي او د ځوانانو له لوري په کې بېلابېلې مېلې او نور مراسم برابریږي، خو سږ کال د دې ورځې د نمانځنې بڼه د پخوا په شان په جوش او ولولو سره نه وه، د پکتیا اوسېدونکي یې لامل ناامني او د حکومت نه پاملرنه بولي او وايي، د نوي کال او نورو ملي ورځو لپاره داسې مناسب ځای نه لري، چې دوی دې هلته په کې مېلې او نور دودیز مراسم ترسره کړي.

د پکتیا تاریخي کلا یا بالاحصار چې د مرکز ګردیز پر یو لوړه غونډۍ جوړ شوی، د مېلو لپاره مناسب او خوندي ځای یادیږي، خو د دې بالاحصار ډیری برخې نړېدلې او داسې څه نه دي پاتې چې هلته دې د ولایت په کچه په کې مراسم ونیول شي. 

د پکتیا اوسېدونکی احسان الله صدیق وايي، هیواد کې  روانو سیاسي بحرانونو او نا امنیو د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی، نو ځکه یې پر دودیزو مراسمو او ملي ورځو هم سیوری غوړولی دی. 

صدیق زیاتوي، چې پخوا په دا ډول مراسمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه او دغه ورځې به په اتڼونو، لوبو او بېلابېلو خوړو تیارولو سره نماځل کېدې. 

احسان الله صدیق: «مونږ نن دلته راغلي یو، تر څو په دې مراسمو کې چې د نوي کال په خاطر جوړ شوي ګډون وکړو، خو دلته هر څه پیکه دي، ښه تدابیر ندي نیول شوي او نه هم د خلکو راتګ د پام وړ دی، پخوا به دا ډول مېلو او مراسمو کې اتڼونه، لوبې او نور بېلابېل پروګرامونه ترسره کېدل.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی ملک ظفر وویل، سږ کال د نوروز جشن په یو داسې ځای کې نیول شوی، چې دا ځای ډیری خلکو ته نه دی مالوم او نه هم ورته د راتګ زړه ښه کوي.

د نوموړي په خبره که دا مراسم د بالاحصار په تاریخي کلا کې نیول شوي وای، د لیرې او نږدې سیمو اوسېدونکو به په کې ګډون کړی و. 

هغه وايي: «دا مراسم چې د نوروز په خاطر نیول شوي، د ابولحسن خرقاني په نوم زیارت دی، چې له ګردیز ښاره په یوې لرې څنډه کې پروت دی، نو دلته ډیری خلک د امنیتي مشکلاتو له وجې د راتګ زړه نه ښه کوي، نو پکار وه، چې په بالاحصار کې ښه پروګرام نیول شوی وای، تر څو د خلکو او ځوانانو ګڼه ګوڼه پکې ډیره او مراسم به لا خوندور شوي و.»

خلک وایي، سږ کال د نوروز جشن په یو داسې ځای کې نیول شوی و، چې دا ځای ډیری خلکو ته نه دی مالوم او نه هم ورته د ورتګ زړه ښه کوي.

د پکتیا بالاحصار یا تاریخي کلا چې شاوخوا ( ۳۰۰۰ ) کاله مخینه لري، د خلکو په وینا چې د ملي ورځو او نورو دودیزو مراسمو لپاره مناسب ځای دی، خو دغه ډول تاریخي سیمې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کارکوونکو له پامه غورخېدلې دي.  

د مرکز ګردېز اوسېدونکی او قومي مشر خان وزیر بیا د بالاحصار  تاریخچې په اړه وايي، چې دغه لویه کلا چې پخوا ورته د جنګي کلا نوم ورکړل شوی و، په دې ځای کې به نظامي مرکز موجود و او له همدې نقطې به د پکتیا امنیت څارل کېده، خو اوس يې ځینې برخې نړېدلې او حکومت هم ورته د پخوا په څېر ارزښت نه ورکوي. 

نوموړی زیاتوي، که د دې کلا ترمیم ونشي، پاتې برخې به یې هم ونړیږي او د پکتیا ولایت همدا مهم ځای او  تاریخي نوم به د تل لپاره له منځه ولاړ شي. 

خان وزیر وايي: «دغه کلا چې لوړه چاردیوالي لري، د دې کلا ټول ځایونه په غټو ډبرو سره جوړ شوي، د غونډۍ چار چاپیره لاهم د پخوانیو کندو او ژورو شویو خندقونو اثرات ښکاري، د دې بالاحصار په لوړه نقطه کې درې مثلث ډوله زاړه توپونه چې ځینې یې زیانمن شوي، دوه یا درې یې لاهم روغ پاتې دي.»

د پکتیا بالاحصار یا تاریخي کلا شاوخوا ( ۳۰۰۰ ) کاله مخینه لري.

خان وزیر اندیښنه څرګندوي، چې دغه تاریخي کلا د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی هغه له حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسولینو غوښتنه کوي، چې د دې تاریخي کلا د ترمیم لپاره هڅې وکړي، کنه نو دې ته ورته نور لرغوني ځایونه به هم تخریب او ځمکې به یې د خلکو له خوا غضب شي. 

هغه وايي: «یوازې د ګردیز همدا بالاحصار ندی، چې مونږ یې په اړه اندیښنه لرو، بلکې دې ته ورته ځینې نور داسې ځایونه شته، چې اوږده مخینه لري او که اطلاعاتو او فراهنګ ریاست ورته پام ونکړي، شاوخوا ځمکې به یې د خلک لخوا نورې هم غصب شي، پاتې برخې به یې ونړیږي او پکتیا وال به په اخیر کې له ټولو لرغونو ځایونو بې برخې شي.»

د پارکونو او تفریحي ځایونو د نشتوالي ستونزه ډیر شمېر ځوانان یادوي او وايي، دوی د دغو تفریحي ځایونو د نشتوالي له امله ګاونډیو ولایتونو ته ځي. 

پکتیا کې مدني فعال جمعه ګل افغان وايي، د سیاحت او چکر لپاره د سټوکنډو او په ځاځي اریوب کې د سپینې شګې سیمه هم هغه ځایونه دي، چې له ښکلا برخمن دي، خو د لارې په اوږدو کې امنیتي ستونزې د دې لامل شوې، چې له ګردیز او نورو ولایتونو خلک یادو سیمو کې د ورتګ زړه نه ښه کوي.

افغان داسې وویل: «مونږ په پکتیا کې نه یوازې دا چې بالاحصار لرو، چې هلته خلک د چکر لپاره ځي یا ملي ورځې پکې نمانځي، بلکې په اخترونو او نوي کال کې د سټوکنډو سیمه او په ځاځي اریوب ولسوالي کې د سپینې شګې دا هغه سیمې دي، چې له طبعي ښکلاوو برخمنې دي، پخوا به ورته له لرې ولایتونو هم خلک چکر ته راتلل، خو وروستیو نا امنیو ډیرېدو د دوی ورتګ هم کمرنګه کړی دی.»

بلخوا د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولین هم ځینې ستونزې مني، خو وايي، سږ کال یې د نوروز چشن مراسم په دې موخه د لومړي ځل لپاره د ابوالحسن خرقاني په زیارت کې برابر کړي و، چې خلک له دې تاریخي ځای څخه هم خبر او په ارزښت یې پوی شي. 

د اطلاعاتو او فرهنګ ریس صلاح الدین سلیس اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د نوي کال جنډه یې په رسمي ډول پورته کړه، چې د ولسي خلکو سربېره پکې دولتي چارواکو هم ګډون کړی و. 

نوموړی وايي: «مونږ دلته د ګردیز ښار په شیخانو سیمه کې چې په همدې ځای کې د پخواني عالم ابو الحسن خرقاني زیارت دی، د نوروز مراسم نیولي و، چې دولتي او غیر دولتي کسانو پکې ګډون درلود، زمونږ هدف په دې ځای کې د مراسمو دا و، چې خلک له همدې تاریخي زیارت لیدنه وکړي او په ارزښت پوی شي.» 

سږ د نوي کال جنډه د ابوالحسن خرقاني زیارت کې پورته شوه.

سلیس زیاتوي، چې د د ګردیز بالاحصار د ترمیم لپاره بودیجه ځانګړې شوې، چې نږدې وخت کې به ورباندې عملي کار پیل شي. 

هغه وايي: «سږ کال د نوروز جشن لپاره نه یوازې دلته په شیخانو کې مراسم نیول شوي و، بلکې په بالاحصار کې هم خلکو مېلې جوړې کړې وې او ځینو نورو سیمو ته هم ځوانان د مېلو او چکر لپاره تللي و، بله مسله دا چې خوشبختانه د ګردیز بالاحصار لپاره بودیجه ځانګړې شوې، چې نږدې ورځو کې به یې ټول مراحل خلاص شي او دلته به یې د ترمیم چارې هم پیل شي.»

پکتیا که څه هم لرغونی ولایت دی او ښکلې تفریحي سیمې لري، خو د امنیتي ستونزو له وجې خلک نشي کولی چې هلته د تفریح لپاره لاړ شي، د دې ولایت اوسیدونکي د لرغونو ځایونو د ترمیم، ساتنې او همدا رنګه په ښار او نورو سیمو کې د تفریحي پارکونو جوړېدو غوښتنه هم کوي.