اطلاعات روز: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز ګردېز ښار کې ناڅرګنده وسله والو د امنیتي ځواکونو لیکو کې یو پخوانی کارکوونکی وژلی دی.
دغه چارواکي وايي، دغه تن چې پخوا یې د امنیتي ځواکونو لیکو کې دنده ترسره کوله تېره ورځ ناوخته چې کور ته پر لار و د دې ولايت د مرکز ګرديز اړوند قلعه صادق سيمه کې، د نامالومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر اطلاعات روز ته وويل، د وژل شوي پخواني سرباز له خبرېدو وروسته د هغې په مور هم د زړه حمله راغلې او خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
د پکتيا په مرکز ګرديز کې د هدفي بريدونو په ډيرېدو د ګرديز ښاريان انديښمن دي او له امنيتي مسوولينو د روان ناسم وضعیت د سمون غوښتنه کوي.