اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې د کابل پر پوهنتون د ډله ییز وسله وال برید طرحه کوونکی نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲قطعې» ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ «شنه لګړه» سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې د داعش ډلې غړی حضرت علي مشهور په «ابو سعید اعظم» نیول شوی.
ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړې، نیول شوي کس د کابل پر پوهنتون د ډله ییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې له یو شمیر مهمو مشرانو سره په هیواد دننه او ان عراق، سوریه او بلجیم هیوادونو کې د داعش ډلې غړو سره اړیکې درلودې.
خوږیاڼي زیاته کړه: «د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې یو مهم غړی چې د کابل پر پوهنتون یې د برید پلان چمتو کړی و، ملي امنیت نیولی دی. له نیول شوي کس یو شمیر مهمات هم ترلاسه شوي دي.»
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.