نارنج ګل

ننګرهار کې د «نارنج ګل» دودیزې مشاعرې ته چمتوالی؛ مسوولین: دا ځل به تېرو کلونو سره توپیر ولري

اطلاعات روز: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایې، په دې ولایت کې د «نارنج ګل» دودیزې مشاعرې لپاره چمتووالی بشپړ شوی او زیاتوي، سږکال به دغې دودیزې مشاعره کې د بې مانا شعرونو مخنیوی وکړي.

د اطلاعات او کلتور رئیس رحیم الله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویلې، دې دودیزې میلې لپاره یې د هېواد د بېلابېلو سیمو شاعرانو ته بلنه ورکړې او هڅه کوي مشاعره په ملي کچه له کوم توپيري چلند پرته ترسره کړي.

د خوږیاڼي په خبره ټاکل شوې ننګرهار کې د نارنج دودیزه مشاعره او مېله دحمل په لسمه نیټه ترسره شي، هغه د امنیتي ستونزو له امله د یادې مشاعرې د ترسره کیدو دقیق ځای ونښود.

خوږیاڼی زیاتوي: «په ننګرهار کې به د نارنج ګل دودیزه مشاعره د حمل په لسمه نېټه ترسره شي، په دې مشاعره کې به د هیواد له بیلابیلو سیمو شاعران ګډون ولري او هم به په کې د کوزې پښتونخوا شاعران شتون ولري، مونږ ددې مشاعرې لپاره پوره چمتوالی نیولی له ادبي بهیرونو سره غږیدلي یو او تمه مو دا ده چې دغه سږنۍ دنارنج ګل مشاعره به د تیرو کلونو سره په توپیره ولمانځو.»

خو بل لور ته بیا یو شمیر شاعران له مسولینو غوښتنه کوي، چې د نارنج ګل په دودیزه مشاعره کې دې د شاعرانو شعرونه نه سانسو روي.

شاعرعزت الله ځواب اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، نارنج ګل مشاعره اوس ولسي رنګ نه لري او تر ډېره یې درباري بڼه خپله کړې ده.

د نوموړي په خبره له کله راهیسې چې یادې مشاعرې درباري بڼه خپله کړې له هغې راهیسې یې مینوال هم کم شوي او تر ډیره په کې هغو شاعرانو ته ځای ورکول کیږي چې د ولس له درده بې خبره وي.

ځواب زیاتوي: «د پخوا په پرتله دا مشاعره اوس درباري شوې او تمه مو دا ده چې دا ډول مشاعرې دې په داسې ځایونو کې ترسره شي، چې شاعران وکولای شي په ازاده فضا کې خپل شعرونه ووایې، له څو کلونو راهیسې مونږ ګورو چې په نارنج ګل مشاعره کې هغه شاعرانو ته ځای ورکول کیږي چې درباري وي او په شعر کې هیڅ داسې څه نه وي چې یا په کې نارنج ګل یاد شوی وی او یا یې په خپل شعر کې په شعري ژبه د ولس ستونزې چارواکو تر غوږه ورسوي.»

نوموړی د مشاعرې له ترسره کیدو وړاندې د شعرونو انتخاب په لوی لاس پر شاعرانو د حکومت فشار او سانسور بولي.

هغه له اړونده مسولو ادارو غوښتنه کوي چې د نارنج دودیزه مشاعره دې په داسې ځای کې ترسره شي چې شاعران وکولای شي په ارامه او له سانسوره په لرې فضا کې خپل شعرونه وړاندې کړي.

« تاسې فکر وکړئ چې له مشاعرې مخکې شعرونه غوښتل کیږي دا په خپله په لوی لاس پر شاعرانو سانسور دی هیله ده مسولین دې برخې ته پام وکړئ او پر شاعرانو فشار رانه وړي ترڅو دوی د نارنج ګل په مشاعره کې د خپلې خوښې وړ شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړي.»

بل لور ته بیا د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رئیس رحیم الله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې وویل، مشاعره کې به شاعرانو ته به پرته له سانسوره پوره وخت ورکړي.

د خوږیاڼي په وینا په مشاعره کې به د خلکو له غوښتنې سره سم د هغه شعرونو مخنیوی وکړي چې د ده په خبره ټولنې ته په زیان وي.

رحیم الله خوږیاڼي زیاته کړه: «په دې مشاعره کې د شاعرانو د شعر ویلو لپاره دوی ته پوره وخت ورکړل شوی اود دوی له خوا پرشاعرانو هیڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی، خو د هغه شعرونو مخنیوی شوی چې ټولنې ته په ضرر وي او یاد د ټولنې له دود او دستور سره سمون نه خوري نو تمه مو له شاعرانو څخه دا ده چې خپل شعرونه نارنج ګل ته ولیکي او په دې برخه باید له پوره دقت څخه کار واخلي.»

فرهنګي فعال ضیاالدین همت مل هم ددې پلوي دی چې په نارنج ګل دودیزه مشاعره کې دې د شاعرانو شعرونه د اصلاح په موخه له وړاندې وکتل شي.

هغه وایې، نارنج ګل دودیزه مشاعره کې باید داسې شعرونو ته ځای ورکړل شي چې هم ټولنې او هم خلکو ته په ګټه وي او یو ځانګړی پیغام باید ولري نه بې مانا شعرونه.

 همت مل زیاته کړه: «کوم شعرونه چې نارنج ګل مشاعره کې ویل کیږي باید له دوړاندې وکتل شي او داسې شعرونو ته ځای ورکړل شي، شعري مانا ولري ډیر کله ځینې شاعران داسې شعر وایې، چې د ټولو رنګه پرې بدیږي، نو لازمه ده چې باید داسې شعرونه وړاندې شي چې ښه مانا ولري.»

د نارنج ګل دودیزه مشاعره او مېله له کلونو راهیسې هر کال په ننګرهار د پسرلي په موسم کې لمانځل کیږي، چې د دې مشاعرې څخه په الهام په نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې د هغو سیمو د موسمي ګلونو په نوم ترسره کېږي چې په کندهارکې د انارګل، په ميدان وردګ کې د مڼې ګل، په مزارکې د ګل سرخ او په کونړکې بیا د کونړ سیند په نومونو مشاعرې د یادولو وړ دي.