پکتیکا

پکتیکا کې د واده موټرو ټکر ۱۳ تنه ټپيان کړي

اطلاعات روز: د پکتیکا امنیتي مسوولین وایي، په دې ولايت کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د پکتیکا امنیتي مسوولین وایي، دغه پېښه نن (دوشنبه، ۹ د وري) ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د ښرنې او ارګون ترمنځ لویه لاره کې د واده موټرو د ټکر له امله شوې، چې ۱۳ ښځې او نارینه په کې ټپیان شوي.

د پکتیکا د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین اطلاعات روز ته وويل، ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

ارین وایي، د شپږو کسانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې نن په ورته پېښه کې په ننګرهار کې هم د شاه او ناوې او د واده بل موټر ترمنځ ټکر له امله دوه تنه مړه او د شاه او ناوې په ګډون ۷ نور ټپيان شول.