پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران بېرته ازاد شول

اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظوراحمد پښتین او محسن داوړ، چې پرون پاکستاني پولیسو نیولي و، بېرته ازاد شول.

د دې غورځنګ یو مشر محسن داوړ پر ټوېټر لیکلي، چې دوی نن سهار (دوشنبه، ۹ د وري) بېرته خوشې شول. منظور پښتین او محسن داوړ پرون هغه مهال چې غوښتل یې د «جاني خېلو» پرلت او لاریون ته لاړ شي، پر لاره د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شول.

دغه لاریون د خیبرپښتونخوا د بنو «جاني خېلو» سیمه کې د وژل شویو څلورو پښتنو تنکیو ماشومانو د وژنې غبرګون کې پر لاره اچول شوی و. د پاکستاني رسنیو په وینا د دغو هلکانو چې عمرونه یې د ۱۲ تر ۱۸ کلونو ول، مړي یې د روانې میاشتې په ۲۲مه په داسې حال کې چې جسدونه یې پرې او بیا ښځ شوي و، موندل شوي ول.

د مړو شویو هلکانو د خپلوانو په وینا چې دغه هلکان له موندلو ۲۰ ورځې وړاندې د ښکار لپاره تللي و.

د همدې پېښې غبرګون کې د جاني خېلو اوسېدونکو د عدالت غوښتنې او عاملینو ته د سزا ورکولو په موخه پرون لاریون پیل او د مړو شویو هلکانو جسدونه یې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولېږدول.

له بلې خوا «وي او اې ډېوه» راډیو وایي، د خېبر پښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګښ ویلي، چې له جاني خېلو سره بریالۍ خبري وشوې او اعلي وزیر محمودخان د لاریون کوونکو غوښتنې منلې دي.

دغه راز د دې لاریون ګډونوال او د جاني خېلو قوم یو مشر عدنان ویلي، چې د دوی په لیکلې بڼه غوښتنې ور سره ومنل شوې او لاریون یې پای ته رسولی دی.