اطلاعات روز: د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو میدان وردګو کې څلور هغه نظامي موټر چې د علیپور وسله والو تر خارو لاندې پټ کړي و، پیدا او راویستي دي.
د ۲۰۳ تندرقول اردو پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې خبر په خپرولو سره ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه موټر پرون (دوشنبه، ۹ د وري) د میدان وردګو ولایت بهسودو دویمې حصې ولسوالۍ ملا یعقوب کوتل سیمه کې په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې موندلي دي.
د خبرپاڼې په وینا، دغو نظامي موټرو او نظامي وسایطو کې چې د نامسووله وسله وال عبدالغني علیپور جنګیالیو له خوا پټ شوي و، یو عراده هاموې، دوه عرادې رنجر، یو عراده هایلکس او یو عراده انټرنېشنل شامل دي.
د ۲۰۳ تندرقول اردو خبرپاڼه زیاتوي چې دغه موټر او نظامي وسایط یې د یادې ولسوالۍ مرکز ته لېږدولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ شنبې په ورځ د ملي دفاع چارسمبالي یاسین ضیا ویلي و، چې د علیپور او وسله والو او دغه راز د وسله والو طالبانو پر وړاندې یې د میدان وردګو بهسودو دویمې حصې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات لا هم روان دي او تر هغې به وي، چې په وینا یې د هوایي ځواک الوتکې له عاملینو یې غچ نه وي اخیستی.