علي رحمان او غني

د تاجکستان ولسمشر: نړیواله ټولنه دې د افغان سولې ټینګښت لپاره لاس یو کړي

اطلاعات روز: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د اسیا زړه بهرنیو وزیرانو – استانبول ناسته کې پر نړیوالې ټولڼې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره باید په ګډه کار وکړي.

د تاجکستان ولسمشر نن (سه شنبه، ۱۰ د وري) د اسیا زړه ناستې په دویمه ورځ په خپلو خبرو کې دغه راز وویل، چې هېواد یې د افغان سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې د افغانستان سوله کې باید ټول افغانان پام کې ونیول شي.

د ښاغلي رحمان په خبره چې د افغانستان تېرو ۴۰ کلونو جګړو وښوده، چې دغه جګړه نظامي حل نه لري. نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په دې هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره سره لاسونه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان قضیه تنها په دغه هېواد پورې اړه نه لري؛ بلکې پر سیمه هم اړه لري او د سیمې هېوادونه نه باید افغانستان په روانو ستونزو کې یواځې پریږدي. د افغانستان ستونزه په جګړه نه، بلکې په خبرو حل کېږي.»

امام علي رحمان وویل، چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او هوساینې په خوا دی او له دې هېواد سره یې همکاري د بهرني سیاست لومړیتوب کې ده.

نوموړي دغه راز وویل، چې افغانانو د تاجکستان سوله کې مرسته کړې او دا به هېڅکله هېر نه کړي.

د تاجکستان ولسمشر په خپلو خبرو کې دغه راز وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ انرژۍ برخه کې د مرستې زیات امکانات شته دی. هغه وایي، هېواد یې تیار دی چې افغانستان سره د ګډو برنامو پلي کېدو کې مرسته وکړي.

د اسیا زړه بهرنیو وزیرانو – استانبول په دې کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني دویم ویناوال و. ښاغلي غني وویل، سوله د افغانستان هیله نه، بلکې یو اړینه اړتیا ده. ده وویل، د افغانستان حکومت او ملګري مو یوې حللارې او سولې ته رسېدو پسې یو.

افغان ولسمشر وویل، یو ثبات لرونکی افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی. نوموړي وویل، هیله لري چې د افغانستان پولې د پرانیستو او همکاره پولو په توګه د دوه اړخیزه همکاریو په یوې بېلګې بدلې شي.

ولسمشر غني د آسیا زړه ـ استانبول بهیر نهمه غونډه کې دغه راز وویل: «د تاجیکستان هېواد څخه مننه کوم چې د افغانستان د سولې په تړوا یې داسې غونډه جوړه کړې، هیله من یم چې د اسیا زړه هېوادونو نننۍ غونډه به افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.»

محمداشرف غني پر طالبانو غږ وکړ چېباید اوربند وکړي او له دغه اوربند څخه باید نړیوال څارنه وکړي.

ولسمشر غني دغه راز په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر ټاکنو د واک پر لېږد ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان کې باید واک د اساسي قانون او د ټاکنو پر اساس ولېږدول شي.