پکتیا

پکتیا اوسېدونکي: د نړیوالو رښتینې نه همکارۍ له امله افغان سوله ستونزه کې ده

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا اوسېدونکي د سولې نامالوم برخلیک ته اندیښمن دي او وايي، په دې برخه کې په رښتیني ډول د نړیوالو نه همکاري دغه پروسه له ستونزو سره مخ کړې. 

د پکتیا له بېلابېلو سیمو لسګونه ښځو او ځوانانو د سولې په پروسه کې د ځوانان ونډې تر نوم لاندې ناسته برابره کړې وه او سولې په روان بهیر کې یې د ځوانانو په کمرنګې ونډې اندیښنه څرګنده کړه.

په سویل ختیځ زون کې د افغان ښځو شبکې د دفتر مشرې زرغونې همت وویل، چې د سولې لپاره له زیاتو بې پایله ناستو وروسته افغانان هم نا امېده شوي دي.

زرغونې همت وویل: «دلته په افغانستان او نړیواله کچه د سولې لپاره زیاتې هڅې وشوې، کنفرانسونه، غونډې، پرلتونه او لاریونونه، خو مونږ چې څومره هیلې درلودې او په دې تمه و، چې له دې لارې به د جګړې ښکېلې خواوې، اوربند یا سوله کوي، خو هماغسې ونه شول.»

نوموړې زیاته کړه، چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهمه لاره د هیواد په داخل کې د خپلمنځي خبرو پیل دی. 

همت وايي، که د لرې پرتو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او فعاله ښځو ته د دې خبرو واک ورکړل شي، نو په ښه شکل به د جګړو له لیکو ځوانان رامنع کړي. 

هغې داسې وویل: «که طالبان غواړي، چې په رښتیا سره د سولې خبرې بریالی شي، دوی باید دلته په داخل د هیواد کې له افغان حکومت سره خبرې وکړي او د دې خبرو لپاره باید اوربند هم وکړي، بله دا چې حکومت باید په ولایتونو کې د لرې پرتو ولسوالیو قومي مخورو او دیني عالمانو ته، چې په سیمه کې زیات محبوبیت لري، واک ورکړل شي.»

د پکتیا دغه راټول شوي اوسېدونکي وایي، د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهمه لاره د هیواد په داخل کې د خپلمنځي خبرو پیل دی. 

د ځوانانو فعالین وايي، د وسله والو طالبانو هغه وړاندیز چې د پاتې بندیانو خوشي کېدو په بدل کې به اورکم کوي، د ولس په خیر نه بولي. 

د زرمت ولسوالي اوسېدونکي او مدني فعال اکرام الله وویل، چې وسله والو طالبانو له دې وړاندې هم اورکم کړی و، خو په دې موده کې بیا هم د هغوی بریدونه پر افغان ځواکونو هماغسې د پخوا په څېر دوام درلود. 

د اکرام په خبره، که طالبان غواړي، چې بندیان یې خوشي شي او د سولې خبرې ښې په مخ لاړې شي، نو دوی باید اوربند وکړي. 

نوموړی وايي: «دا چې طالبانو افغان حکومت ته دا شرط وړاندې کړی، که بندیان راخوشي کوئ، نو مونږ به اورکم وکړو، نو زما نظر دا دی، چې د دې اورکم ګراف چا معلوم کړی دی او څه معلومات یا هدف ټاکل شوی، چې بریدونه به نه کیږي، اورکم هسې یوه بهانه ده او افغانم حکومت یې باید ورسره ونه مني.»

پکتیا میشتي ځوانان له افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوي غوښتنه کوي، چې د سولې په اړوند د کېدونکو ټولو ناستو معلومات او پایلې باید له ولس سره پر وخت شریکې شي. 

پکتیا مدني فعالان بیا د ترکیې غونډې په تړاو بېلابېل نظرونه لري او وايي، د افغان سولې په تړاو چې د نړۍ په هر ګوټ کې ناستې کېږي، مهمي دي، خو ښه به دا وي چې د سولې دا ناستې پر کور دننه وشي.

مرسل د پکتیا د مرکز ګردیز اوسېدونکې ده، نوموړې په ترکیه کې کېدونکې ناسته مهمه بولي او ټینګار کوي، چې د دې غونډې ټول جزیات باید له ولس سره شریک شي.  

مرسل وايي: «دا غونډې د افغان سولې لپاره ډېرې مهمي دي او موږ ورته ډېر خوشبين يوو چې دا غونډه چې په ترکيه کې کېږي ښې پايلې به ولري، دا ځکه مهمې دي چې دلته افغان حکومت، سياسيون او طالبان سره راټولېږي او خپلې غوښتنې او نظرونه مطرح کوي او دا ناسته د سيمې او نړيوالې ټولنې تاييد هم ده.»

مرسل د پکتیا د مرکز ګردیز اوسېدونکې ده، نوموړې په ترکیه کې کېدونکې ناسته مهمه بولي او ټینګار کوي، چې د دې غونډې ټول جزیات باید له ولس سره شریک شي.  

په جوړه شوې غونډه کې د زرمت د ځوانانو ټولنې مشر سمیع الله افغان بیا په  ترکیې هیواد کې جوړیدونکي کنفرانس مهمه اړتیا یادوي او پکې د ځوانانو شتون اړین بولي. 

هغه وايي: «کوم کنفرانس یا ناسته چې په ترکیې هیواد کې جوړېدونکې ده، دا د افغان سولې لپاره ډیره اړینه ده، خو په دې کې باید د افغانستان حکومت داسې استازي ولېږي، چې هلته د افغانانو په ښه ډول نماینده ګي وکړای شي او بله په دې ناسته کې دې حکومت ځوانانو ته زیاته ونډه ورکړي.»

خیال بانو د روانې جګړې هغه قرباني مېرمن دی، چې په امنیتي لیکو کې یې خاوند او د کور یواځنی سرپرست زوی له لاسه ورکړی دی، نوموړې پر وسله والو طالبانو غږ کوي، چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي. 

نوموړې اطلاعات روز ته د خپل ژوند ترخې تجربې داسې شریکې کړې: «ما خپل خاوند او یو زوی چې د ګټې وټې و، د پولیسو په لیکو کې شهید شو، مونږ اوس په یو کرایه کور کې اوسېږو او دومره څه نلرو، چې ماښام او غرمه یې وخورو، نو زه بیا هم په طالبانو دا غږ کوم، چې د مظلومو افغانانو له وینې تویونې باید لاس واخلي او له خپلو وروڼو سره جهاد ونکړي.»

په سویل ختیځ زون کې د بشر حقونو حپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر مسوولین په روانه جګړه کې د ماشومانو په وژنې اندیښمن دي او له ښکېلو غاړو د ملکي وکړو ژوند خوندیتوب برخه کې د جدي پام غوښتنه کوي. 

د یاد دفتر غړي حسیب الله اندړ وویل: «متاسفانه چې په هیواد کې د روانې جګړې له امله ښځو او ماشومانو زیات زیان لیدلی، مونږ د ملکي تلفاتو په اړه اندیښمن یو او له هغو ډلو چې په جګړه کې ښکېل دي، غوښتنه کوو، چې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.»

د سرچينو د مالوماتو له ‌مخې ټاکل شوې، په راتلونکې افرېل میاشت کې د افغان سولې په تړاو ناسته د ترکیې هیواد په انقره کې ترسره شي. 

افغانان ځکه د ترکیې ناستې ته هیله مند دي، چې په دغه غونډه کې به د سیاستوالو او طالبانو سربېره افغان حکومت هم ګډون وکړي.