ټېلر

د هرات دروازو د لوړ تناژ تلو کې د شوکو تور؛ «له هر موټره تر لس زره افغانیو اخیستل کیږي»

خبریال: واجد روحاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

د ځینو ټرانسپورټي شرکتونو مسوولین او موټرچلوونکي ادعا کوي چې د قانون په خلاف د هرات دروازو په لوړ تناژ ترازوګانو یا تلو کې ترې پیسې اخیستل کیږي. هغوی اطلاعات روز ورځپاټې ته وویل، چې له هر موټره تر ۱۰ زرو افغانۍ پیسې اخیستل کیږي او دا پیسې د دولت حساب ته د ورتلو پر ځای د زورواکو جېبونو ته ځي. د هرات ولایتي شورا غړی عبدالرحیم صالحي وایي، چې د ولسمشر محمداشرف غني د حکم خلاف، د هرات ترازوګانو کې پیسې اخیستل کیږي.

د هرات د ټولګټو ریاست د شمېرو له مخې، هره ورځ په منځني ډول ۲۰۰ تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د هرات – اسلام قلعه لویې لارې او د میرداوود له دروازې تېرېږي.

د هرات ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د اسلام قلعه ګمرک په لس کیلو مټرۍ، میرداوود او شیدایي کې د لوړ تناژ مشخصولو تلې فعالې دي او د دې تلو فعالیت په ۹۶ کال کې ځنډېدلی و او له یو کال وروسته یې فعالیت له سره شو.

د شوکو (اخاذیو) دروند تور

عبدالواسع کوهدامني په هرات کې د «نوي کوهدامن افغان» د ټرانسپورټي او باروړلو شرکت مسوول دی. د خپل شرکت تر چتر لاندې یې د نوموړي د ۱۳ باروړونکو موټرو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ نور له هراته کابل ته د ټرانزیټي موټرو لېږد لپاره کار کوي.

هغه ادعا کوي چې د هرات میرداوود ترازو کې، له پنځو تر ۱۰زرو افغانیو د زیات تناژ له امله اخلي او دا پیسې د دولت حساب ته نه ورځي او د خلکو جېبونو ته ورګرځي: «زموږ موټرچلوونکي کیسه کوي چې پنځه میاشتې کیږي چې یو ځل بیا د میر داوود تله پیسې اخلي او د قانون سره سم باید پیسې وا نه خلي.»

هغه وایي، له موټرچلوونکو دا پیسې د میرداود لوړ تناژ تلو کې د موټرو وزن ارزونې مسوول کس اخلي او موټرچلوونکو ته هېڅ کومه پاڼه هم نه ورکوي: «کله چې ناقانونه پیسې واخلي، موټرچلوونکي ته هېڅ کومه پاڼه نه ورکوي او دا پیسې د وګړو حساب ته ځي نه د دولت.»

نصیراحمد محمدي د ۲۲ باروړونکو موټرو مالک دی، هغه اطلاعات روز سره خبرو کې ادعا وکړه چې ان د سیخ ګول، اوسپنو، تیل او ګازو له لېږدوونکو موټرو د زیات وزن له امله له ۸ تر ۱۰ زره افغانیو پیسې اخیستل کیږي، خو دا پیسې د کومو اسنادو له مخې نه دي: «زه فکر کوم چې یوه شپه او ورځ کې له میرداوود تلې له ۵۰۰ زره افغانیو ډېر عاید لاس ته راځي. کاشکې همدا پیسې د دولت حساب ته تلی او د وګړو جېبونو ته نه تللی.»

هغه له حکومته غواړي، که د زیات وزن له امله پیسې اخیستل قانوني دي، باید هغوی ته کوم سند ورکړي، څو خبر شي چې جریمه شوې پیسې یې د زورواکو حساب ته نه ورځي.

محمد ناصر ۳۸ کلن دی او د هرات – کابل پر لویه لار یو موټرچلوونکی دی. هغه هم اطلاعات روز ته وایي، چې د میرداوود تله ترې ناقانونه پیسې اخلي.

هغه وایي، دوه باروړونکي موټر یې د کم زیات وزن له امله باید تر ۵۰۰ افغانیو پیسې ورکړي: «کله چې له موږه د میرداوود تله کې پیسې اخلي، موږ ته رسید نه راکوي. زما دوه موټره اته څرخه دي او د زیات کم وزن له امله ۳۰۰ تر ۵۰۰ روپیو اخلي. باید د میرداوود ترازو کارکوونکو سره جوړه وکړو، څو کمې پیسې ورکړو.»

هغه له حکومته غواړي چې دغې باج اخیستنې ته دې د پای ټکی کېږدي او هغوی خوښ دي چې د جریمې پیسې د دولت حساب ته ورکړي.

موټرچلوونکي ادعا کوي چې د هرات میرداوود ترازو کې، له پنځو تر ۱۰زرو افغانیو د زیات تناژ له امله اخلي او دا پیسې د دولت حساب ته نه ورځي.

«زورواکي شوکې کوي»

د هرات ولایتي شورا ځینې غړي په تلو کې له باروړونکو موټرو د پیسو اخیستل د ولسمشر محمداشرف غني د حکم په خلاف بولي.

د هرات ولایتي شورا غړی عبدالرحیم صالحي تیموري اطلاعات روز ته ټینګار لري چې باید هر څه ژر د دې شوکو مخه ونیول شي: «د ترازو جریمه له هرات پرته بل په هېڅ ولایت کې نه ترسره کیږي. له هر موټره ۲۵۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانیو پیسې اخلي او جوته نه ده چې دا پیسې کوم ادرس ته ځي.»

د ښاغلي تیموري په باور، ځینې کمېشنکاران هرات کې د تلو مسوولینو سره جوړ دي او په اونۍ کې له دې دروازو ډېرې پیسې اخلي: «هغه موټر چې باید ۲۷ ټنه بار ولري، له ۶۰ ټنو ډېر باروي او سړک، پل او پلچکونه مو خرابوي. باید ټولګټو ریاست ځواب ویونکی اوسې چې هغه پیسې چې له موټرچلوونکو اخلي، کوم حساب ته ورځي.»

د هرات ولایتي شورا دا غړی ادعا کوي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې، د لوړ تناژ تلې د ولسمشر د حکم خلاف یو ځل بیا فعاله شوي. هغه ته لویه پوښتنه ده چې ولې حکومت نه شي کولی چې د هرات درازو کې دې ننګونې ته د پای ټکی کېږدي.

هغه باوري دی چې د هرات له دې تلو اخیستې پیسې د زورواکو جېبونو ته ورځي او دا زورواکي د ملکي، نظامي او د هرات بانفوذه چارواکو په کچه دي: «تاسو په خپله یې حساب کړئ، که له هر موټره درې زره افغانۍ واخلي، یوه شپه ورځ کې له ۳۰۰ موټرو څومره پیسې کېږي؟»

عبدالرحیم صالحي د هرات له والي غواړي چې د هرات شوکو منع کولو لپاره یو واک لرونکی پلاوی وګماري، څو د شوکو مخه ونیول شي.

د هرات ولایتي شورا ځینې غړي په تلو کې له باروړونکو موټرو د پیسو اخیستل د ولسمشر محمداشرف غني د حکم په خلاف بولي.

«نقدي جریمه منع ده»

د هېواد ټولګټو وزارت مسوولین وایي، چې د «وزن کنټرول» مقررې پر بنسټ هغوی هېڅکله له باروړونکو موټرو د زیات وزن له امله پیسې نه شي اخیستی او دا پیسې ناقانونه دي.

د ټولګټو وزارت مرستیال خلیل الرحمان امید اطلاعات روز ته وایي، چې له موټرچلوونکي باید له دوی د شوکو اخیستل مستند کړي او هغوی سره یې شریک کړي: «که په [لوړ تناژ تلو کې] د غلا کومه پېښه وي، په جدیت ورسره چلند کیږي. موږ په اصل کې خبر نه لرو چې پیسې اخیستل کیږي. خو له فساده د مخنیوي لپاره موږ پروان، کندهار، پکتیا، بلخ او نورو ولایتونو کې څو تنه عدلي او قضایي ارګانونو ته پېژندلي دي.»

هغه ټینګار لري چې ټولګټو وزارت کې فساد سره مبارزه روانه ده او څو راتلونکو ورځو کې به د نوي جوړښت پر بنسټ، د نوې لایحې په خاطر د لوړ تناژ تلو اوسني مامورینو دندې بدلیږي او له دندو ګوښه کیږي.

د هرات ټولګټو رییس سید عبدالله حمایت د دې ریاست کارکوونکو د شوکو تور په غبرګون کې وایي، چې موټرچلوونکي باید خپل دا تور مستند کړي، څو دې ستونزې ته په قانوني بڼه رسېدنه وشي: «موږ د زیات بار له امله جریمه نه لرو. کله چې موټرچلوونکي زیات وزن لري، په خپله متخلف دي او ادعاوې یې جالبه او قانوني نه دي. هغوی باید میرداوود دروازه کې د موټرو وزن کتلو لپاره له ۱۰۰ افغانیو ډېرې ور نه کړي.»

هغه ټینګار کوي چې باید باروړونکي موټر زیات بار و نه لري او دا په خپله فساد ته لار هواروي.

هغه وایي، چې د ټولګټو وزارت د لایحې پر بنسټ، ټول باروړنکي موټر باید د حق الوزن له امله ۱۰۰ افغانۍ د میرداوود دروازه کې ورکړي او دا پیسې د هرات مستوفیت له لارې د حکومت عوایدو ته ورځي.

جنجالي لایحه

له څو ورځو را په دېخوا، د باروړونکو موټرچلوونکو د ټولګټو وزارت د نوې لایحې عملي کېدو غبرګون کې اعتراض پیل کړی دی او خپلې موټرې یې د میرداوود دروازه کې درولي دي. هغوی وایي چې د دې لایحې پلي کېدل، په دې دروازه کې د اخاذیو یا شوکو کچه لوړوي.

د یو ټرانسپورټي شرکت مسوول عبدالواسع کوهدامني د ټولګټو وزارت د نوې لایحې ستونزو ته په اشارې وایي چې د ترکیې او ایران هېوادونه هر باروړونکي موټر ته ۲۶ ټنه بار اجازه ورکوي، خو افغانستان کې باید یوازې ۲۲ ټنه بار ولري او سوداګر اړ دی چې زیات بار تخلیه کړي او دا موټرچلوونکو او سوداګرو ته د ستونزې لامل شوی دی.

هغه له حکومته غواړي چې پر سوداګریزو توکو د لېږد برخه کې د سیمې هېوادونو له معیاره پورته قانون وضع نه کړي او دا د وارداتي توکو د بیې لوړېدو او د خلکو او واردوونکو د زیان لامل ګرځي: «موږ نه د ایران او ترکیې پرتله غوره سړک لرو او نه حکومت موږ ته زیات سهولتونه راکوي او نه باید د ټولګټو وزارت لایحه د سیمې هېوادونو تر لایحې سخته وي.»

د یو ټرانسپورټي شرکت مالک نصیراحمد محمدي وایي، چې د ټولګټو وزارت نوې لایحې د هغوې پر وړاندې له حد زیاته سختي رامنځته کړې او په میرداوود دروازه کې د زیاتې شوکې لامل کیږي.

هغه وایي چې همدا اوس زر باروړونکي موټر په میرداود کې ودرېدلي او باید حکومت موټرچلوونکو ته سهولتونه رامنځته کړي، نه محدودیتونه.

د هرات ټولګټو رییس سیدعبدالله حمایت اطلاعات روز ته وایي، د بار وړونکو موټرو تناژ کې د بدلون پر بنسټ نوې لایحه له درې میاشتو را په دېخوا د ولسمشر په حکم د پلي کېدو وړ ده: «په نوې لایحه کې یې موټرچلوونکو ته شرطونه سخت کړي. دا لایحه د باروړونکو موټرو د زیات بار مخه نیسي او د لویو لارو له منځه وړنې هم ساتنه کوي.»

ښاغلي حمایت دا مني چې په دې نوې لایحه کې یو لړ ستونزې شته، خو وایي چې دا لایحه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا توشېح شوې او د سمونې لړۍ په کې وخت نیوونکې خو عملي ده.

هغه وایي، چې د نوې لایحې پر بنسټ، زیات وزن لرونکي موټرونه به لومړی خپل مال تشوي او د موټر او ټرانسپورټي شرکت مشخصات به ټولګټو وزارت ته راپور کیږي: «لومړی ځل د متخلفه موټر د فعالیت جواز دریو میاشتو پورې ځنډیږي، دویم ځل شپږ میاشتې او درېیمه میاشت تل لپاره د ټرانسپورټي شرکت جواز ځنډیږي.»

د هرات ټولګټو رییس سیدعبدالله حمایت اطلاعات روز ته وایي، د بار وړونکو موټرو تناژ کې د بدلون پر بنسټ نوې لایحه له درې میاشتو را په دېخوا د ولسمشر په حکم د پلي کېدو وړ ده

د لویو لارو له منځه تلنه او د موټرو دوه چنده کار

د هرات – کابل لویې لارې ډېره برخه د سړک غاړې ماین چاودنو او موټرو لوړ تناژ له امله له منځه تللې او د دې لارې د لا تخریب وېره شته. د باروړونکو موټرو چلوونکي وایي، چې د هرات – کندهار لویه لار د کندهار – کابل په پرتله کم خراب شوی دی.

افغانستان کې د ټرانزیټ موټرو چلوونکي د لویو لارو د زیات خرابېدو له امله، اړ دي چې خپلو موټرو ته تر شپږ ټنو زیات تجهیزات ولګوي، څو یې موټر د توکو لېږدل واک ولري.

عبدلواسع کوهدامني وایي، چې ټېلر موټرونو ۱۳ ټنه وزن سره تر شپږ ټنو خپلې موټرې ډبل کاري کړي دي، څو پر لویه لار کومې ستونزې سره مخ نه شي: «موږ موټر ډبل کاري کوو، څو پر لاره مات نه شي او که دا کار و نه کړو، موټرې مو ژر خرابیږي.»

د یو ټرانسپورټي شرکت مالک نصیراحمد محمدي له ټولګټو وزارت غواړي چې پر موټرو د محدودیت پلي کېدو پر ځای باید پر لاره ۸۰ ټنو سره د باروړونکو موټرو د زیاتوالي مخه ونیسي، څو له دې زیات سړکونه خراب نه شي.

هغه په څرګنده ټکو وایي، چې که د باروړونکي موټر یې د نوې لایحې پربنسټ تر ۵ ټنو زیات وزن ولري، په میرداوود دروازه کې باید تر دوه زه افغانیو پیسې ورکړي، څو د تېرېدو اجازه ورکړي: «په ټول افغانستان کې د لوړ تناژ پېژندلو لپاره تلې له رېښې لغوه شوي او په هېڅ قانون کې هم دا تلې نشته. نه پوهېږو چې پر کوم بنسټ له موږ پیسې اخلي.»

د باروړونکو موټرو چلوونکي وایي، چې شاوخوا ۱۲ کاله مخکې له دوو ورځو په کم وخت کې خپل سوداګریز توکي له هرات کابل ته لېږدول، خو اوس د لویې لارې د خرابۍ له امله، له درې تر څلورو ورځو توکي رسولی شي.

خو په ټولګټو وزارت کې مسوولین وایي، چې د «وزن کنټرول» مقررې پلي کېدو سره به د زیات وزن له امله د لویو لارو خرابېدو مخنیوي اغېز وي او هغوی د دې مقررې پلي کېدو ته کار کوي.

د هرات ټرانسپورټي شرکتونو مسوولینو د اطلاعاتو پر بنسټ، له هرات کابل ته د هر ټن بار لېږد لګښت، درې زره افغانۍ دی او هر څومره شوکې چې له باروړونکو موټرو اخیستل کیږي، د توکو تمام شوې بیې لوړیږي او دا خلک دي چې زیان ویني.

د باروړونکو موټرو چلوونکي وایي، چې د هرات – کابل پر لویې لارې د پولیسو له شوکو یا اخاذیو ترڅنګ، د طالبانو ډله هم د سیخ ګول او یا تېلو د هر لېږدوونکي موټره ۳۵ زره افغانۍ د ګمرکي عاید په توګه اخلي.