لغمان

د لغمان اوسېدونکی: پر کور د هاوان مرمۍ افغان ځواکونو توغولې

اطلاعات روز: د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي، د ملګي وګړو پر کور د هاوان مرمۍ چې ګڼ ملکیان په کې ټپي شول، افغان ځواکونو هغه مهال وتوغوله چې طالبانو په کورونو کې مورچل نیولی و.

د الیشنګ ولسوالۍ ځایي اوسیدونکي محمود بریالي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره ورځ (جمعه، ۱۳ د وري) شاوخوا یوولس بجې د دې ولسوالۍ له «کوټالۍ» سیمې د ملي اردو کاروان تیریده چې وسله والو طالبانو یې پر یو هاموي موټر ځایي پر ځای شوي ماین ته چاودنه ورکړه او د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل شوه.

بریالی وایې، وسله والو طالبانو د ملکي وګړو له کورنو په ګټنې پر افغان ځواکونو بریدونه کول، چې په مقابل کې یې د ملي اردو ځواکونو د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولي، چې په پایله کې یې شاوخوا ۳۰ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

بریالي زیاته کړه: «تېره ورځ د الیشنګ ولسوالۍ کوټالۍ سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د افغان ځواکونو له لوري ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغول شوي چې شاوخوا ۳۰ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د لغمان ولایتي مسوولین د دې پېښې پړه پر طالبانو وراچوي او وایي، چې دغه مرمۍ یادې ډلې توغولې.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د الیشنګ په یاده سیمه کې  تېره ورځ له غرمې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې د وسله والو له لوري د هاوان مرمۍ د ملکي خلکو په کورونو لګېدلي.

د ښاغلي دولتزي په وینا په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۱۷ ملکي وګړو ژوبلیدلي، چې په کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي هم شامل دي.

دولتزي زیاته کړه: «تېره ورځ د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په جګړه کې وسله وال طالبان د هاوان مرمۍ د ملکي وګړو پر کورونو توغولي چې له امله یې ۱۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.»

وسله والو طالبانو که څه هم د همدې پېښې په اړه په ځانګړي ډول څه نه دي ویلي، خو یوې اعلامیې کې یې ادعا کړې چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د لغمان په ګډون د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ۵۲ بریدونه کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۹۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان شوي دي.