ننګرهار

ننګرهار لپاره د ښوونکو ۴ زره بستونه ازادې سیالۍ ته کېښودل شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د ښوونکو څلور زره بستونه ازادې سیالۍ ته ورکړل شول.

په همدې پار د دې ولایت مقام کې یوه لویه غونډه کې چې په کې د دولتي چارواکو سربیره ښوونکو، ولسي خلکو او زده کوونکو ګډون کړی وو، مسوولینو ازادې سیالۍ ته د دې بستونو تللو خبر ورکړ.

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري غونډې ته په وینا کې هیله مندي وښوده، چې د دې ۴ زره نویو ښوونکو په ګمارل کېدو سره به شته ستونزه تر یوه بریده راکمه شي. حسیب الله شینواري وایې، دوی د دې سربېره په دې ولایت کې  درې زره نورو ښوونکو ته هم اړتیا لري.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې په اعلان شویو بستونو کې به لومړیتوب مېرمنو ته ورکړي.

شینواري زیاته کړه: «څلور زره ښوونکو بستونه چې ننګرهار ته منظور شوي دا به د یو میکانیزم له لارې ټولو ښوونځیو ته ورکړل شي او هڅه کوو، چې په دغه بستونو کې لومړیتوب ښځنیه وو ښوونکو ته ورکړل شي او همدارنګه دغه بستونه د اصلاحات ادارې له لوري اخیستل کیږي چې د فساد مخه په کې نیول شوې.»

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري وایي، له دې ښوونکو سربېره درې زره نورو ښوونکو ته هم اړتیا شته.

بل لور ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، د نویو بستونو لپاره به د ثبت لړۍ ژر پیل او هم به رونټیا ته پام کېږي. امرخیل وایې، دې ولایت کې به هغه ښوونځي هم بیا ورغوي چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي دي.

امرخیل زیاتوي: «څلور زره ښوونکو منظوري چې ننګرهار ته ورکړل شو هڅه به وکړو او د پوهنې وزارت سره به دا مسله شریکه کړو، چې زر د دغې پروسې ثبت نام پیل شي او هم مو لارښوونه کړې چې په دې پروسه کې به شفافیت پوره په پام کې نیول کیږي او د فساد مخینوی به کوو.»

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، دې ولایت کې به هغه ښوونځي هم بیا ورغوي چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي دي.

خو ښوونکي ټینګار کوي چې په اعلان شویو بستونو کې دې روڼوالی پام کې ونیول شي. دوی شکایت کوي چې ډيره کله د ښوونکو په ګمارنه کې د فساد او واسطو له امله مسلکي والی په پام کې نه نیول کیږي.

دی وایي: «کوم بستونه چې ننګرهار ته د ښوونکو په برخه کې ورکړل شوي هیله مو دا ده، چې د ښوونکو دغه بستونو کې دې مسلکيوالی په نظر کې ونیول شي، ځکه ډیری وخت د واسطو او فساد له امله دغه پروسه کې مسلکي ښوونکي نه ګمارل کیږي خو هیله ده دې برخې ته مسوولې ادارې کار وکړي.»

د پوهنې ریاست مسوولین بیا د نویو ښوونکو په ګمارنه کې د فساد اندیښنې پر ځای نه بولي او وایې، د ښوونکو د منظورشویو بستونو ازموینه به د ازادې سیالۍ له لاې د اصلاحات اداري له لوري اخیستل کیږي، چې په شرایطو برابر کسان ورته نوملیکنه کولای شي.

ښوونکي ټینګار کوي چې په اعلان شویو بستونو کې دې روڼوالی پام کې ونیول شي.

حسیب شینواري زیاته کړه: «کوم بستونه چې اوس منظور شوي دا به د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته ورکول کیږي او د اصلاحات اداري له لوري به یې ازموینه اخیستل کیږي، چې تر ډیره به په کې هڅه وشي چې د فساد مخنیوی وکړو او په دې برخه کې جدي اقدمات هم کوو.»

د ننګرهار پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې اوسمهال دې ولایت کې یو میلیون زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د ۱۴ زره ښوونکو له لوري ورته تدریس کیږي.