کلیم

د نوي چارسمبالي لوی څارنوال پېژندنه؛ «له هر ډول فساده کرکه لرم»

اطلاعات روز: د هېواد نوي سرپرست لوی څارنوال ذبیح الله کلیم نن (یکشنبه، ۱۵ د وري) په رسمي توګه معرفي شو.

په هغه غونډه کې چې د نوي سرپرست لوی څارنوال پېژندلو لپاره جوړه شوې وه، په کې ښاغلي کلیم د خپلو لومړیتوبونو په وړاندې کولو سره وویل، چې له اداري او اخلاقي فساد او تعصب سره کرکه لري او له څارنوالانو او د لویې څارنوالۍ له کارمنانو یې ترې د ډډې کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، چې اداري فساد او د ځمکو غاصبینو پر وړاندې به په قاطعیت سره مبارزه وکړي. او په وینا یې چې د دې ترڅنګ ځینې نور لومړیتوبونه هم لري.

ښاغلي کلیم زیاته کړه: «فساد سره جدي مبارزه او د اداري فساد کوونکو مجرمینو حق کې د هر راز مصلحتي چلند څخه ډډه، د ځمکو غاصبینو سره په قاطعیت درېدل، د ښځو او بشري حقونو درناوی، د جنډر تناسب پام کې نیولو سره د مجربو او ماهرو څارنوالانو کادر رامنځتهه ته کول، البته د وړتیا او ښایسته سالارۍ لکه پوهه، تقوا او کاري سابقې نظر کې نیولو سره، د ګمارنو او تبدیلۍ لړۍ کې اداري اصول او د وګړو غښتلتیا ته پام مې لومړیتوبونه دي.»

نوي سرپرست لوی څارنوال په خپلو خبرو کې وویل چې دا اداره تېرو وروستیو کلونو کې لاسته راوړنې لري، خو په وینا یې چې کافي نه دي. ده زیاته کړه چې د سمونونو لړۍ به جاري ساتي او ګټور او ځواب ویونکي عدلي چوپړونه به وړاندې کړي.

په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځینې څارنوالان د مخ پټو ټوپکوالو تر برید لاندې راغلل. نوي لوی څارنوال په خپلو خبرو کې د څارنوالانو وژنو ته په اشارې وویل، چې د څارنوالانو خوندیتوب لپاره یې به یو میکانېزم جوړ کړي.

ښاغلي کلیم وویل: «بله مهمه مسله د څارنوالانو ژوند خوندیتوب دی، چې په دې اړه به یو ټولیز میکانېزم جوړ شي او شهید شویو څارنوالانو سره به د یو میکانېزم پر بنسټ مرسته وشي.»

لوی سرپرست څارنوال په خپلو خبرو کې دغه راز وویل، چې دعدلي څار ښه والي لپاره به د ګټورو او معیاري سیستمونه رامنځته او خوندي کړي. همدارنګه به د قضایه او مدیریت سیستم ښه والي او پراختیا او د جرمونو شننه او احصایه رامنځه او د لویې څارنوالۍ او نورو عدلیيې او قضایې ادارو ترمنځ به همغږي رامنځته کړي.

ذبیح الله کلیم زیاته کړه چې د ځینو وګړو او کړیو له خوا به د څارنوالانو مسکلي اجراتو کې د نفوذ او لاس وهنې مخنیوي وکړي. نوموړي د لویې څارنوالۍ څارنوالانو او کارمنانو ته په خطاب کې وویل، چې هېڅ ډول تعصب، اداري او اخلافي فساد نه مني.