ننګرهار

د ننګرهار ګمرک رییس او مرستیالان یې د فساد په تور له دندې ګوښه شول

اطلاعات روز: یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، د ننګرهار د ګمرک رییس او دوه مرسیتالان یي د فساد په تور له دندو ګوښه شوي دي.

دغې سرچینې ویلي، چې تېره ورځ له مرکز څخه ورغلي پلاوي د ننګرهار ګمرک رییس حشمت عليزی او د همدې ګمرک يو بل کارمن د فساد په تور له دندو ګوښه کړي دي.

د سرچينې د مالوماتو له مخې ځانګړي پلاوي اوس لپاره د ګمرک سرپرست رییس په ګمرک کې د وارداتو او صادراتو مسوول احمدسليم سلطان ګمارل شوی دی.

په ورته مهال د هېواد مالي وزارت هم پر خپلې فیسبوکپاڼې ننګرهار ته د دې وزارت د یو پلاوي ورتګ او د دې ولایت ګمرک کې د ځینو بدلونو خبر خپور کړی دی. د خبرپاڼه په وینا پلاوي په ګمرک کې د تخلفاتو او کاري نمیګړتیاوو له مشخصولو وروسته، د ګمرک مشر استعفا وړاندې کړې.

خبرپاڼه زیاتوي: «د مالیې وزارت د سرپرست محمد خالد پاینده په مشرۍ، د دې وزارت د لوړ پوړو مسؤلینو تللي پلاوي د ننګرهار ګمرک لیدنه وکړه، د تخلفاتو او کاري نیمګړتیاوو له تشخیص وروسته، د ګمرک رئیس استعفا وړاندي کړه او د مسلکي او د صادراتو او وارداتو امریتونو بستونو ته نوي کسان ور معرفي او وګمارل شول.»

خبرپاڼه وایي، د ننګرهار ګمرک مسوولینو ته د روان مالي کال وري میاشتې تر۱۵ مې نېټې پوري وخت ورکړی و، چې له نافذه مقررو په ګټه اخیستنه ټاکل شوی هدف ترلاسه او د سوداګریزو محمولو د پړاوونو په ترسره کولو کې د تخلفاتو مخنیوی وکړي.

د مالیې وزارت په دې خبرپاڼه کې وایي، تخنیکي ټیم یې اوس هم د ننګرهار ګمرک په پلټنه بوخت دی او د پلان شوې ارزونې له بشپړېدو وروسته به راپور د مالیې وزارت مشرتابه ته په ټاکلي وخت وړاندي او د ټولو تخلفي مواردو او عاملینو پر وړاندي به یې قانوني پرېکړه ونیسي.

په همدې حال کې د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، وروسته له هغې چې د ننګرهار والي تېره شپه د ماليې سرپرست وزير سره د ليدنې پر مهال په ګمرک او مستوفيت ادارو کې د فساد مخنيوي، اصلاحاتو رامنځته کېدو او عوايدو لوړېدو غوښتنې وکړې، نن سهار د ګمرک رییس حشمت الله عليزي له دندې استعفا کړې ده.

یاد دفتر دغه راز وايي، چې په ننګرهار کې د ګمرک ادارې عوايدو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د درنو جرمونو پروړاندې د مبارزې پوليسو تورخم ګمرک او د ننګرهار ګمرک کې يو شمېر کسان د فساد په تور نيولي وو.