ننګرهار

ننګرهار کې چاودنې شلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون شلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه چاودنه نن (چهارشنبه، ۱۸ د وري) سهار شاوخوا ۶ بجې د جلال اباد دوهمې ناحیې اړوند لغمان هډې تر څېرمه په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله وه.

ښاغلی خوږیاڼی وایي، په دې پېښه کې دوه ملکیان وژل شوي او د درییو پولیسو په ګډون ۱۸ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «چاودنه نن سهار شپږ بجې لغمان هډې ته څيرمه شوې چې له امله یې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي او درې پولیسو په ګډون ۱۸ نور ملکي وګړي ټپیان دي.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.