روشن

د اټرا ادارې پر پرېکړې د روشن مخابراتي شرکت نیوکه؛ لګېدونکي تورونه بې بنسټه دي

اطلاعات روز: د روشن مخابراتي شرکت پر دوی د افغانستان مخابراتي چوپړونو تنظیم ادارې بورډ (اټرا) لګېدونکي تورونه بې بنسټه یاد کړل.

د روشن شرکت په اړه د اترا ادارې پرېکړې پرون (سه شنبه، ۱۷ د وري) خپرې شوې. د دې پرېکړو پر بنسټ، روشن شرکت په پرلپسې قانوني او جواز شرایطو سرغړونو، تخطیو، عملیاتي تخلفاتو او ناسم مالي راپور او دغه راز د پور په نه ورکړې تورن دی.

دې تورونو ته په کتو، د اټرا بورډ ادارې په خپله ۶۰مه غونډه کې په دریو برخو کې لارښوونې لېږلې دي.

د لومړۍ شمېرې لارښوونې پر بنسټ، د روشن شرکت اجراییه مشر، مالي مشر او عملیاتي مشر ګوښه او په یو میاشت کې باید یاده اداره د دوی پر ځای نور وپېژني.

د اترا ادارې دویمه شمېره لارښوونه کې راغلي چې د روشن شرکت له حسابونو د نغدو پیسو پر اخیستلو او نړیوالو لېږدونو بندیز ولګیږي او نړیوالو او ملي ادارو ته د مالي مرستو ترلاسه کولو او ټولیزو اجراتو په موخه دې دا شرکت نه معرفي کیږي.

دغه راز اترا ادارې بورډ لارښوونه کړې چې روشن شرکت دې په بشپړه توګه مالي تفتیش شي. د اترا ادارې کارمنان د دې شرکت له کارکوونکو سره له لیدنو منع شوي دي او یوازې د روشن شرکت شریکان او د اترا ادارې غړي کولی شي چې د یوې حللارې موندلو لپاه سره وویني.

د اترا ادارې په دریمه شمېره لارښوونه کې راغلي چې د روشن شرکت دې د دې ادارې پورونه په ۱۵ ورځو کې ورکړي او د قراردادیانو پور ورکړې لپاره دې هم په اوو ورځو کې اټرا ادارې ته وړاندې کړي. د دې لارښوونې پر بنسټ، د روشن شرکت شریکان اړ دي چې درې ورځو کې د اټرا ادارې استازو سره لیدنې وکړي.

د اټرا ادارې بورډ ټینګار کړی دی چې دا پرېکړې یې د دې ادارې د بېلابېلو برخو راپورونو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخابراتي چوپړونو د پرېکېدو پر بنسټ کړې دي. د اټرا ادارې د اعلامیې له مخې، د دې پرېکړې موخه د زیانونو سمون او د روشن شرکت د کړنو قانوني کول دي.

په همدې حال کې، د روشن مخابراتي شرکت یو بیان کې راغلي چې د اټرا ادارې له دې پرېکړې او د روشن شرکت او کارمنانو په اړه دې ادارې د «بې ځای او بې بنسټه تورونو» په اړه حېرانتیا او د تاسف ښودلی دی.

روشن شرکت د اټرا ادارې تورونه د تخلفاتو، ناسمو مالوماتو او… پر بنسټ ردوي او ویلې یې دي چې په دې اړه له ګډو خواوو یې حقوقې مشورې غوښتې دي.

د روشن مخابراتي شرکت زیاته کړې چې د اټرا اداري بورډ دا پرېکړه د روان زېزدیز کال د مارچ په ۹مه صادر شوی دی. دې شرکت ټینګار کړی دی چې اوس مهال د دواړو خواوو ترمنځ د ناسمې پوهېدنې لېرې کولو لپاره چې د اټرا اداري بورډ پرېکړه کې هغې ته اشاره شوې ده، دوام لري.

له بلې خوا، د روشن مخابراتي شرکت کې ځينې مسوولین وایي، چې تېر لمریز کال له دې سره چې ځینو ستونزو سره شرکتونه مخ ول، شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانۍ د پور له امله او … دولت ته ورکړې دي. هغوی په ورته مهال وایي، چې روشن شرکت «څو سوه میلیونه افغانۍ» پر اټرا ادارې لري، خو دغې ادارې ورته هېڅ نغوته نه ده کړې.

د دې شرکت مسوولینو په وینا، د اټرا ادارې مسوولین د پاتې پیسو د لاسته راوړلو قانون چې مالیې وزیر ته یې واک ورکړی چې شرکتونو ته تر لسو کلونو د خپلو پورونو ورکړې لپاره قسط ورکړي، عمل نه کوي.

د روشن شرکت دغه مسوولین همدارنګه وایي، چې افغانستان کې پانګونه په داسې حالاتو کې چې حقوقي مراتب په کې ټاکل شوې نه وي او قانوني خوندیتوب په کې شتون و نه لري، ډېره سخته ده.