ننګرهار

ننګرهار کې پنځه پاڅونوال وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې پنځه تنه پاڅونوال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوندانۍ ویاند فرید خان نن (پنجشنبه، ۱۹ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا يوه بجه د دې ولايت شېرزادو ولسوالۍ توتو سيمې سترې کلا کې د پاڅونوالو په پوسته بريد کړی، چې له امله يې پنځه پاڅوال وژل شوي او يو کس ټپي شوی دی.

فریدخان زیاته کړه: «تیره شپه وسله والو طالبانو په شیزرزادو ولسوالۍ کې د ځایي پاڅونوالو پر پوسته برید کړې، چې پرمهال یې پنځه پاڅونوال وژل شوي.»

بل لورته د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه ليکلي، چې د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ ګندمک او توتو سیمو کې یې د امنيتي ځواکونو هغه ۲ پوستې، چې تازه یې جوړې کړې وې له منځه وړي دي.

مجاهد زياته کړې چې په دغو بريدونو کې يې ۱۳ تنه سرتېري او پولیس وژلي دي او ګڼ نور يې ژوبل کړي دي.