خوست

د بشر حقونو کمېسیون: د خوست صبریو پېښه د امنیتي ځواکونو هاوان مرمۍ له امله وه

اطلاعات روز: د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د خوست صبریو ولسوالي په یو کور کې د څو ورځو وړاندې پېښه چې یوه ښځه او ماشوم په کې ووژل شول او د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون شپږ نور ټپيان شول، د امنیتي ځواکونو هاوان مرمۍ لګېدو له امله وه.

د بشر حقونو کمېسیون نن (شنبه، ۲۱ د وري) پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه پېښه د روانې وري میاشتې په ۸مه له غرمې وروسته ۲ بجې د صبریو ولسوالۍ پر استوګنیز کور شوې.

یاد کمېسیون پر دې پېښې د غمرازۍ په ښودلو د جنګ له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د خلکو د عادلانه او تلپاتې سولې ټينګېدو غوښتنې ته په درناوي، تاوتریخوالی کم کړي. کمېسیون دغه راز له حکومته غوښتي چې د دې قضیې په ارزونې سره، قربانیانو ته عدالت ټینګ کړي.

د بشر حقونو کمېسیون دغه راز لیکلي: «د دې قضیې په اړه لومړني مالوماتو ټکر درلود او کم ول او سیمه ییزو چارواکو یې د مالوماتو ورکولو کې لازمه همکاري نه کوله. کمېسیون تمه لري، چې حکومت په داسې پېښو کې مخکې شي او خلکو ته د رښتیني راپور سره، خپلو مسوولیتونو ته په حقیقت موندنې، عدالت اجراکولو او د دا ډول پېښو نه تکرار ضمانت ورکولو برخو کې عمل وکړي.»

د خوست ولایت صبریو ولسوالي په یو استوګنیز کور کې د دغې پېښې پړه حکومت او طالبانو پر یو او بل اچوله.

د خوست والي مهمند کټوازي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و، چې دغه پېښه په کور کې د طالبانو د ماین چاودنې له امله شوې چې یو ماشوم، ښځه او یو هم نارینه وژل شوي دي.

خو بلې خوا بیا طالبانو ویلي و چې دغه مرګ – ژوبله د دولتي ځواکونو له امله ده. وسله والو طالبانو رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د « KPF » یا د خوست ځانګړو ځواکونو له لوري د صبریو ولسوالي په زمبر مکتب، ابه خېل او رحیم کلي سیمو کې د ملکي وګړو پر کورونو چاپې وهل شوي، چې د دوی په وینا په دغو عملیاتو کې تر شلو پورې ښځو او ماشومانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.