لوګر

د پکتیا والي له یو وسله وال بریده روغ وتی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت د والي محمدحلیم فدایي موټریز کاروان کابل ته پر لار لوګر ولایت کې د ټوپکوالو تر برید لاندې راغلی، خو نوموړي ته په کې کوم زیان نه دی اووښتی.

د پکتیا والي وياند نور محمد عابد اطلاعات روز ته وويل، چې د دوی پر موټریز کتار دغه برید نن (یکشنبه، ۲۲ د وري) سهار شاوخوا لس بجې د لوګر ولايت اړوند «خضر» بازار سيمه کې شوی.

ښاغلی عابد وایي، په دې پېښه کې چاته زيان نه دی اوښتی. «نن سهار شاوخوا لس بجې د پکتيا د والي پر موټریز کتار هغه مهال د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلی، چې والي حليم فدايي له پلازمینې کابل څخه د پکتيا ولايت پر لور روان و.»

خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.