سولې طرحه

د ترکیې ناسته؛ یو غږه که څو غږه افغانستان؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

ولسمشر محمداشرف غني د «د سولې لارنقشې لپاره چوکاټ» تر عنوان لاندې خپله طرحه په څو پړاوونو کې، چې ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته کې وړاندې شي، رسنیزه کړه. دا طرحه درې پړاوه لري: لومړی پړاو، د مطلوبه حالت هوکړې په ګډون سیاسي هوکړه، پر اوربند هوکړه او نړیواله څارنه، د سولې حکومت په اصولو هوکړه، د ترورېزم پر وړاندې سیمه ییز او نړیوال ضمانت حاصلول، چې د لویې جرګې له خوا تاییدیږي. دویم پړاو د سولې حکومت دی، چې مطلوبه حالت ته د رسېدو لپاره د تطبیقي پلان ترتیب کې ورګډېږي، د اساسي قانون حاکمیت، د حکومتولۍ او پراختیا برنامې، امنیت، اوربند او ترورېزم سره مبارزه او د ټاکنو ترسره کول. درېیم پړاود سولې جوړونه، دولت جوړونه او د مارکېټ رامنځته کول دي چې د اساسي قانون چوکاټ، سیاسي تړون، د کډوالو او بې ځایه شویو بیاځلي یوځای کېدل، امنیت او د حکومت لومړیتوبونه او پراختیایي لومړیتوبونه په کې شامل دي.

ښاغلي غني د دې چوکاټ تشریح کې د سولې لارنقشې لپاره پر جمهوري نظام، د دولت رهبري په ټاکنې، د امنیتي بنسټونو او سترو اقتصادي پروژو پر دوام، پلازمېنه کې د واک پر تمرکز، د اساسي قانون او وروستۍ مرجع پر خوندیتوب او د لویې جرګې له خوا د سولې هوکړې پر تایید ټینګار وکړ. د ولسمشر د دې چوکاټ تشرېح کې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وړاندیز شوې طرحې سره د مخالفت ترڅنګ، په یو ډول یې هغه کسان چې د متمرکزه نظام سره مخالف دي، تر هدف لاندې راوستل. ښاغلي غني د سیاسي قدرت وېش جوړښت د نوعیت په اړه وویل، چې «دلته د مرکز مشروعیت یو ستر کلتور شته دی. دا کلتور لږ تر لږه دوه نیم زره کاله پخوانی دی.» په داسې حال کې چې وروستیو اونیو کې سیاسي محفلونو کې په پارلماني او فدرالي نظامونو کې د واک وېش جوړښت په نامترکزه کولو بحثونه روان دي.

په همدې حال کې د ملي روغې جوړې عالي شورا چې له څه مودې را په دېخوا د ترکیې ناستې ته وړاندې شوې د سولې طرحو په یو کولو بوخت دی، له خپل دې کار د پای خبر ورکوي. دوی لیکلي چې «له پنځو غونډو وروسته، د سیاسي ګوندونو، حکومت، د مدني ټولنې بنسټونو، رسنیو او د هېواد وګړو له خوا په ورکړل شویو طرحو کې د نظرونو او لیدلورو د شننې او توحید کار وروستی شوی دی.» ټاکل شوې چې د دې کمېټې له وروستۍ ناستې وروسته، د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ له خوا د سولې طرحې مخکې لیک وړاندې شي. له دې وړاندې د ملي پخلاینې عالي شورا یوې اعلامیه کې ویلي و، چې د افغانستان دولت د ترکیې ناسته کې چې ټاکل شوې د اپرېل په ۱۶مه، د وري په ۲۷مه استانبول کې ترسره شي، له واحدې طرحې سره به ګډون وکړي. پر دې بنسټ، اوس د سولې لپاره د لارنقشې چوکاټ چې د ولسمشر غني له خوا وړاندې او تشرېح شوی، له هغې بېله طرحه ده چې د ملي پخلاینې عالي شورا پرې کار کوي. دې مسلې ته په پام، لومړۍ پوښتنه چې دلته رامنځته کیږي دا ده چې د ترکیې ناسته کې په واحدې طرحې د افغانستان د دولت ګډون ممکنه دی؟ که نه، ولې؟ افغانستان لپاره د څو غږونو پایله به څه وي؟ بالاخره د افغانستان ستونزې حل لپاره کوم سیاسي نظام د حل لار ده؟

څو غږه افغانستان

لیکوال او د پوهنتون استاد علي امیري اطلاعات روز ته وایي، د ترکیې ناسته کې د افغانستان دولت ګډون په واحدې طرحې ناشونی دی، ځکه د افغانستان دولت له لازمه اقتداره برخمن نه دی، چې وکولی شي سیاسې ډلې سره یو کړي.

لیکوال او د پوهنتون استاد علي امیري

د فرانسې ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز کې څېړونکی داکټر کریم پاکزاد اطلاعات روز سره خبرو کې، د ۲۰۱۴ ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د غني او عبدالله ترمنځ د واک ویش او سیاسې شخړې ته په کتو وایي، چې افغانستان کې په عملي توګه د حکومتي واک دوه قطبه دي، چې د افغانستان په مهمو مسلو کې واحد نظرونه نه لري. د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې او د افغانستان پر دولت د ګواښ تر بریده فشارونو او د افغانستان پر راتلونکې امریکا سره د پاکستان او طالبانو له همکارۍ وروسته، د واک دا دوه اړخونه بیا هم نږدې او سره همکار نه شول. پر همدې بنسټ، اوس د ترکیې ناسته کې هم شونې نه ده چې دا دوه قطبه سره په واحدې طرحې لاړ شي.

خو د اشرف غني په طرحه کې نه یوازې په دې اړه جوت مخالفت شته، بلکې د دې درې پوړیزه طرحې لومړۍ برخه په اوس کې نه یوازې د ډیری خلکو نظر خلاف چې د جنګ پای غواړي، ده، بلکې د امریکا طرحې سره هم ضدیت لري. ډاکټر کریم پاکزاد وایي، د ولسمشر غني طرحه عملي اړخ نه لري، ځکه چې د افغانستان د جنګ او سولې هېڅ خوا حاضر نه دي چې په داسې ټاکنو کې چې د غني نظر لاندې وي، ګډون وکړي.

لیکوال او د پوهنتون استاد ډاکټرمحمدموسی جعفري اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د افغانستان دولت واحده طرحې دریځ ډېر مهم او اغېزمن دی، خو په سیاسي رهبرانو کې د رنګارنګه غوښتنو په نظر کې نیولو سره، نه شو کولی چې ګډې طرحې ته د لاسرسي جدي هیله وکړو.

لیکوال او د پوهنتون استاد ډاکټرمحمدموسی جعفري

کریم پاکزاد باوري دی چې امریکایان به خپله ټوله هڅه وکړي چې له سیاسي تیتېدو او له څو طرحو سره د افغان دولت له ګډونه مخنیوی وکړي. ځکه چې امریکایان هڅه کوي چې له افغانستانه د دوی او د متحدینو وتلو له تاریخ وړاندې، څنګه چې د دوحې تړون کې راغلي، د ترکیې ناسته کې یوې هوکړې ته ورسیږي.

د فرانسې ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز کې څېړونکی داکټر کریم پاکزاد

پردی ډایرکټر

علي امیري د ترکیې په ناسته کې په څو طرحو او سیاسي تیتېدو سره د افغان دولت ګډون په اړه وایي، په هغې وخت کې به ټول هغه جریانونه چې د افغان دولت له خوا ګډون کوي، په نافعاله توګه به راښکاره شي. پر همدې بنسټ به د سولې ډایرکټران او برنامه جوړوونکي نور وي.

پر همدې بنسټ به پایله هماغه څه وي، چې بهرني ډایریکټران یې پام کې لري. په هغې وخت کې د افغانستان سیاسي راتلونکی نظام به هم له معمول سره سم، بهرنیان وټاکي، چې له شک پرته به دا د شخړې او جګړې پای لپاره کوم څه و نه کړي.

ښاغلي امیري افغانستان کې د مطلوبه سیاسي نظام نوعیت په اړه باوري دی چې فدرالي نظام د هېواد سیاسي، کلتوري او جغرافیایي واقعیتونو ته په کتو کارنده نظام دی.

ډاکټر محمدموسی جعفري هم اوسنی سیاسي نظام چې متمرکزه ریاستي دی، ناکام بولي او وایي، ریاستي نظام او د واک تمرکز هېواد کې لویه ننګونه رامنځته کړې ده.