ننګرهار

ننګرهار کې ناپېژنده ټوپکوالو یو تن په ډزو وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو يو کس په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند فريدخان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پېښه پرون (شنبه، ۲۱ د وري) ماذیګر څلور نيمې بجې د جلال اباد ښار څلورمې حوزې اړوند «زيړ جومات» ترڅېرمه رامنځ ته شوې.

د فريد خان په وينا وژل شوى کس اجمل نوميږي، خو د نور هويت په اړه يې څه ونه ویل.

فریدخان زیاته کړه: «نن ماذیګر جلال اباد ښار کې ناپیژنده وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی او عاملین یې له سیمې تښتیدلي دي.»

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.