ننګرهار

ننګرهار کې اتو پاڅونوالو ته مرګ – ژوبله اووښتې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې وسله والو د پاڅون کوونکو پر پوستې برید کې څلور پاڅونوال وژلي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۲۳ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د «ګریخیلو» په واګي کنډو سیمه کې د پاڅون کوونکو پر پوسته وسله والو طالبان برید کړی.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، په دې برید کې پوستې سقوط کړی، چې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره شپه وسله والو طالبانو پچیراګام سیمه کې وسله والو د ځایي پاڅونوالو پر پوسته برید کړی، چې له امله یې ۴ پاڅونوال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.»

وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.