اطلاعات روز: د پکتیا په سیدکرم ولسوالي کې ځینو قومي مشرانو او ښځو د سولې په پروسه کې د لرې پرتو سیمو د قومي مشرانو رول مهم وباله او له طالبانو یې اوربند وغوښت.
دوی د سیمه ییزو شخړو د حل تر نوم لاندې په نن (دوشنبه، ۲۳ د وري) جوړه شوې غونډه کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه، چې د روانې جګړې د حل لپاره دې د هیواد او سیمې په کچه قومي مشرانو ته د جرګې واک ورکړي.
د یادې ولسوالي قومي مشران د افغان سولې په موخه په ترکیه کې جوړېدونکې ناستې مثبتو پایلو ته په تمه دي.
د سیمه ییزو شخړو د هواري په جوړه شوې ناسته کې قومي مخورو وویل، لاهم پکتیا کې زیاتې قومي ستونزې د جرګو له لارې حل کیږي، د دوی په وینا چې د مرکو او جرګو دود به همداسې ژوندی ساتي.
د سیدکرم ولسوالي اوسېدونکي وايي، که حکومت د سولې په برخه کې د لرې پرتو سیمو مشرانو ته واک وکړي، دوی کولی شي، چې په ښه او مخامخ ډول له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې په مخ یوسي.