تورخم

تورخم کې نږدې ۷ سوه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین په تورخم ښارګوټي کې د نږدې ۷ سوه کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو د کشف او نیول کیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (چهارشنبه، ۲۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، امنیتي ځواکونو په تورخم ښارګوټي کې د پلټنو پر مهال په یو ټیلر موټر کې په ۲۶ بورۍ دالو کې ځای پرځای شوي ۶۸۹ کیلوګرامه چاودیدوني توکي چې د پاکستان څخه جلال اباد ښار ته یې لېږدول، کشف او ترلاسه کړي دي.

فرید خان زیاتوي: «امنیتي ځواکونو په تورخم ښارګوټي کې د پلټنو پرمهال په یو ټيلر موټر کې چې دال په کې بار و، ۶۸۹ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي نیولي دي چې په تور یې دوه تنه هم نیول شوي دي.«

ښاغلی فریدخان زیاتوي د یادو چاودیدونکو توکو د انتقال په تور دوه تنه هم نیول شوي چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی او اوسمهال په امنیه قومنداني کې تر پوښتنو لاندې دي.