ننګرهار پولیس

جلال اباد ښار کې له یو سپین ږیري سره ناوړه چلندکوونکی پولیس نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایې، جلال اباد ښار کې یې هغه پولیس نیولی، چې نن سهار د ښار په لغمان هډه کې یې له یو سپین ږیري موټر چلوونکي سره ناسم چلند کړی و.

ښاغلی خوږیاڼی وایي، پولیس د ټولنې خدمتګار دي او له قانون څخه هیڅ ډول سرغړونه نه شي کولی. هغه زیاتوي، چې له نیول شوي پولیس سره به د قانون له مخې چلند وشي.

خوږیاڼی وایي: «د ننګرهار د والي ضیاالحق امرخیل په امر هغه پولیس ونیول شو، چې نن سهار یې جلال اباد ښار کې له یو سپین ږیری سره ناوړه چلند کړی و، نوموړي سره به قانوني چلند ترسره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې د کمیسارۍ یو پولیس چې له خلکو سره یې زور زیاتی کړی و، نیول شوی و او له دندې یې ګوښه کړی و.