کمپیوټر لب

د پکتيا په ځينو دولتي ښوونځيو کې زده کوونکو ته د ‌کمپيوټر عملي زده کړې پيل شوې

اطلاعات روز: پکتیا کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ ښوونځیو ته کمپیوټرلېبونه جوړ او نن (چهارشنبه، ۲۵ د وري) ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.   

د پکتیا ولایت په ځینو دولتي ښوونځیو کې ښځینه او نارینه زده کوونکو ته د کمپیوټر زده کړې لپاره د کمپیوټرلیبونو پرانیسته وشوه، چې له دې وروسته به زده کوونکي په عملي ډول د کمپیوټر زده کړه کوي.  

د پکتیا د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره چې په دې سره د زده کوونکو هغه ستونزه تر یوه بریده هواره شي، چې د کمپیوټر په برخه کې یې عملي زده کړو ته لاسرسی نه درلوده. 

د پوهنې ریس کوچی ځاځی وايي، د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یې په مرکز او ځینو ولسواليو کې د انجونو او هلکانو ښوونځیو لپاره د ټولو اړینو وسایلو په درلودلو سره جوړ کړي دي. 

د نوموړي په خبره چې پخوا په همدې ښوونځیو کې زده کوونکو ته د کمپیوټر په برخه کې یواځې کتابونه تدریس کېدل، خو له دې وروسته به د کتاب سربېره عملي درسونه هم ورکول کیږي. 

ځاځي وویل: «مونږ د پکتیا په مرکز ګردېز کې چې د عبدالحايي ګردیزي، تېرې، دارالعلوم او د شاقمبر د انجونو ښوونځي پکې شامل دي، دا مو په مرکز او همدا رانګه په ځینو ولسوالیو کې ۱۴ کمپیوټر لېبونه د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه جوړ کړل.»

په مرکز ګردېز کې د انجونو ښوونځیو ځینې ښوونکې وايي، د کلتوري ستونزو له امله ښځینه زده کوونکې نشي کولی، چې په شخصي کورسونو کې د کمپیوټر زده کړده وکړي. 

د شاقمبر د انجونې لېسې سرمعلمه سهیلا وايي، پخوا دوی انجونو ته یواځې د کتاب له مخې په تیوري ډول تدریس کاوه، خو د کمپیوټر لېب په جوړېدو سره به دوی عملي درسونه هم ورکوي.

سهیلا وايي: «دلته مونږ په شاقمبر لېسه کې نوره هیڅ ستونزه نه درلوده، یواځې مونږ د کمپیوټر په برخه کې د عملي زده کړو نشتون له امله له ستونزو سره مخ و، کوم مضمون چې د کمپیوټر مونږ لرو، له هغه زده کوونکو دومره څه نشوای لاسته راوړلی، چې په کمپیوټر کې لیکل یا یو بل پروګرم څه ډول کارول کیږي، دا مو نه درلودل، خو اوس دغه ستونزه هواره شوه.»

په همدې حال کې د مرکز ګردېز ښځینه زده کوونکې په ښوونځیو کې دوی ته د کمپیوټر لېبونو جوړېدل مهم ګام بولي، خو په دې برخه کې بیا د ښځینه ښوونکو نشتوالی لویه ستونزه یادوي. 

زده کوونکې لمیحې اطلاعات روز ته په خبرو کې حوښي څرګنده کړه، چې دوی ته په ښوونځي کې د کمپیوټر د عملي زده کړو لپاره کمپیوټر لېب جوړ شو، هغه وايي، د کمپیوټر د ځینو وسایلو یې یواځې په کتاب کې انځورونه لیدلي و، خو د دې کمپیوټر لېب په جوړېدو سره یې په استعمال هم پوی شوې ده. 

نوموړې داسې وايي: «مونږ به ته به چې د کمپیوټر مضمون پر مهال ښوونکي درس راکاوه، نو کتاب کې به مو ځینې انځورنه لیدل، خو په دې نه پوهېدو چې دا څه ډول کارول کیږي یا په کمپیوټر کې کومه وظیفه په مخ وړي، خو اوس پوی شوي یو، چې موس دا کار کوي، کیبورډ دا کار کوي او نور داسې وسایل یې.»

یوه بله زده کوونکې حافیظه عمري بیا وايي، د کمپیوټر د عملي زده کړو په برخه کې ښځینه ښوونکې نلري، چې دوی په ډاډه زړه له نارینو ښوونکو څخه پوښتنه نشي کولی. 

نوموړې له پوهنې ریاست څخه دوی ته د کمپیوټر لپاره د ښځینه ښوونکو غوښتنه کوي. 

عمري داسې وویل: «مونږ خوښ یو، چې راته کمپیوټر لېب جوړ شو، خو مونږ دلته یوه داسې ښځینه ښوونکې نلرو، چې د کمپیوټر درس راکړي، مونږ له نارینه ښوونکو څخه د کمپیوټر په اړه په ډاډه زړه پوښتنه نشو کولی، خو که مونږ ته ښځینه ښوونکې وګماري، دغه درسونه به په ښه ډول زده کړو.»

په پکتیا کې ۱۴ ښوونځیو ته په داسې حال کې کمپیوټر لېبونه جوړیږي، چې لاهم د دې ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې ګڼ ښوونځي د درسي کتابونو او رسمي ښوونکو له کموالی سره مخ دي، چې له امله یې پوهنیز بهیر ټکنی کړی دی.

د پکتیا د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې چې سږ کال به په ټوله پکتیا کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ زره نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل شي، چې له ډلې به یې نیمايي انجونې وي، خو که د ښوونکو او درسي کتابونو ستونزه یې هواره نشي، ګڼ زده کوونکي به له زده کړو پاتې شي.