د افغانستان بانک

د افغانستان له اقتصادي او مالي سمونونو د پیسو نړیوال صندوق هرکلی؛ د ۱۴۷ میلیون ډالره مرستو شونتیا

اطلاعات روز: د افغانستان مرکزي بانک وایي، د پیسو نړیوال صندوق د یوې ارزونې په اوږدو کې د افغانستان له اقتصادي او مالي سمونونو هرکلی وکړ.

د افغانستان مرکزي بانک یا د افغانستان بانک نن (پنج شنبه، ۲۶ د وري) په یوې خبرپاڼه کې د پیسو نړیوال صندوق د خبر پاڼې له مخې ویلي، چې د افغانستان لپاره د کریډیټ د اسانتیاد غځونې د نوي پروګرام  (ECF)د لومړنۍ دورې د ارزونې له بشپړېدو خبر ورکړی او هغه یې بریالی بللی.

د بانک خبرپاڼه وایي، تمه کېږي دا راپور د ارزونې او منظورۍ په موخه د روان ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په میاشت کې د نړیوال صندوق اجراییوي بورډ ته وړاندې شي چې په پایله کې به یې له افغانستان سره ۱۴۷ میلیون امریکايي ډالر مرسته وشي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د مالي او اقتصادي سمونونو په برخو کې د پیسود نړیوال صندوق له بریالۍ ارزونې خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د لوی اقتصاد د ټیکاو، د مالي او بانکي سکتور په برخه کې د سمونونو، د اسعاري زېرمو د اغېزناکه مدیریت او زیاتوالي، له مالي جرمونو سره د مبارزې، پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل، له اداري فساد سره د مبارزې او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او کاري زمینو برابرولو په موخه د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي.»

د مرکزي بانک خبرپاڼه دغه راز وایي، د پیسو د نړیوال صندوق د ارزونې ټیم له افغان چارواکو سره د افغانستان د اقتصاد د جوړښتیزه سمونونو د رامنځته کولو په تړاو د افغانستان د ژمنو په پلي کېدو بحث کړی او د کرونا وبا د خپرېدو له امله د قرنطین پر مهال د افغانستان له لوري د اقتصادي پروګرامونو د محتاطانه اوغوره مدیریت او د مالي نظام د ټینګښت په برخه کې یې د افغانستان له کړنو ستاینه کړې.