اندړ

ملي امنیت شورا: افغان ځواکونه د افغانستان ټول امنیت اخیستلو جوګه دي

اطلاعات روز: د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، نړیواله ټولنه اوس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیاوو باور لري او د دې جوګه دي چې د ټول هېواد امنیت پر خپله غاړه واخلي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن (پنج شنبه، ۲۶ د وري) د یو ویډیویي پیغام په خپرولو سره ویلي، اوس مهال افغان ځواکونه ټول هېواد کې ۹۶ سلنه عملیات په خپله کوي. ښاغلی اندړ وایي: «موږ د ترورېزم پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو او د دې خاورې او خلکو دفاع زموږ موقتي مسوولیت نه، بلکې دایمي مکلفیت دی.»

رحمت الله اندړ دغه راز وایي، امنیتي سرتېري له نظامي او تخنیکي اړخه پر ځان بسیا شوي او مالي ملاتړ یې امریکا او نړیواله ټولنه دلته تر خپل پوځي ماموریت ختمېدو وروسته هم جاري ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا ویلي، د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۱مه خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي. د امریکا ولسمشر جو بایډن بیګا ناوخته په رسمي توګه د دې اعلان په کولو سره وویلې، نور یې وخت دی چې د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسیږي او ځواکونه یې بېرته کورونو ته ستانه شي.

په ورته وخت کې ناټو هم اعلان کړی، چې دوی به هم د روان زېږدیز کال د مې له میاشتې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون (چهارشنبه، ۲۵ د وري) په یوې خبرې ناسته کې وویلې، چې د ناټو غړیو هېوادونو ځواکونو وتنه به څو میاشتو کې بشپړه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې ناټو او امریکا به په یو وخت له افغانستان ووځي.

سټولټنبرګ دغه راز ویلي، که طالبان د بهرنیو ځواکونو وتلو پر مهال پر هغوی برید وکړي، سخت ځواب سره به مخ شي.

په دې ناسته کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو وروسته به هم له افغان ځواکونو سره مرستې کوي. نوموړي دغه راز وویل، چې امریکا او متحدین به یې له افغانستانه مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

دمګړۍ د ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونو په ګډون، نږدې ۹۶۰۰ د ناټو ځواکونو افغانستان کې شتون لري. دغه ځواکونه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ښوونه او مشورې ورکوي.