اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې د ملي اردو ۲ سرتېري ټپیان کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۳۰ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «بحراباد» سیمه کې د ملي اردو پر رنجر موټر د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي. خوږیاڼي زیاته کړه: «نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار اړوند بحراباد سیمه کې د ملي اردو پر رینجر موټر ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه د ملي اردو سرتیري ټپیان شوي دي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.