کبان

کونړ کې د کبانو روزنې زیاتېدل؛ «دومره ماهیان روزل کیږي، چې ټول کونړ ته بسنه کوي»

خبریال: جان اغا صالح

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د ماهیانو روزنه تر پخوا ډېره شوې او دې ولایت کې اوس په پراخه کچه دومره ماهیان روزل کېږي، چې د کونړ لپاره بسنه کوي.

د دې ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر ګل رحمان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تېر کال دغه ولایت کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په چوکاټ کې یو د کبانو روزنځی او شل د کبانو تجارتي فارمونه جوړ شوي دي.

هغه وايي، د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د کبانو روزنځای کې ۲،۳ میلیونه د کبانو درې ډول بچي روزل کېږي، چې تولید زیات دی خو د فارمونو شمېر کم دی.

د کونړ ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیریت وایي، تېر کال دغلته د کبانو یو روزنځی او د کبانو شل تجارتي فارمونه جوړ شوي دي.

ګل رحمن زیاته کړه: «کونړ کې د ماهیانو روزلو برخه کې یو څه کار شوی دی، خو ستونزه دا ده چې  په ټول کونړ کې مونږ بیا یوازې شل د ماهیانو فارمونه لرو او یو فارم کې دوه زره د ماهیانو بچي اچول کیږي یانې تولید یې زیات دی خو فارمونه کم دي، نو په پلان کې لرو چې دلته روزل شوي ماهیان نورو ولایتونو ته هم انتقال کړو چې په دې سره به تر ډیره له بهره هم د ماهیانو د واردېدو مخنیوی وشي او هم به په کور دننه د کبانو د روزلو په برخه کې کار وشي.»

ښاغلی ګل رحمن وایې کرنې ریاست په پلان کې لري، چې دغه شان فارمونه د موسساتو په همکارۍ نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي، چې په دې سره ولسي وګړو ته د کاري زمینو برابرېدو سربېره د ماهیانو برخه کې دا ولایت پر ځان بسیا کړي.

ګل رحمان زیات کړه: «مونږ په پلان کې لرو چې د کبانو د روزلو دا لړۍ د دې ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوو، چې په دې سره به له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا کونړ کې دومره کبان تولید شي چې بیا نورو ته احتیاج نه وي او پر ځان به بسیا شي.»

شیراغا د کونړ په مرکز اسداباد کې د کبانو یو پخلنځی لري. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پخوا به یې د پاکستان کبان پلورل، خو اوس په کونړ کې له جوړو شویو فارمونو ماهیان اخلي، هم خواږه او هم تازه دي.

هغه وايي، له خپله کاره خوښ دی او هیله لري چې د کبانو روزنې برخې ته حکومت لا ډېر کار وکړي.

ماهي پخوونکی وايي، له خپله کاره خوښ دی او هیله لري چې د کبانو روزنې برخې ته حکومت لا ډېر کار وکړي.

 شیراغا زیاتوي: «موږ سره د کونړ د څوکۍ، کاشکوټ او سرکاڼو ماهیان شته، همدا پخوو، د کونړسیند ماهیان هم شته، خام فارمي په دوه او پاخه په درې سوه پر خلکو پلورو، پخوا به مو همدا ماهیان له پاکستان راوړل خو اوس د خدای شکر دی چې په خپل هیواد کې فارمونه جوړ شوي په خاص ډول کونړ کې چې تر ډیره یې له بهره د ماهیانو د واردیدو مخه هم نیولې ده او اخیستونکي یې هم زیات دي ځکه وطني دي.»

په همدې حال کونړ کې د کرنې ریاست له لوري د (NHLP) په مرسته د ماهیانو یو روزنځی جوړشوی، چې په یوه سیزن کې شاوخوا دوه میلیونه د ماهیانو بچي په کې روزل کېدای شي.

دا روزنځی د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اعجازالحق په خپله لس جریبه ځمکه کې جوړ کړی دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کبانو بچي په خپل روزنځای کې روزي او بیا یې فارم لرونکیو ته ورکوي.

د هغه په خبره اوس مهال کونړ کې د کبانو روزنه مخ پر ودې ده، چې سږ کال یې د کبانو یو میلیون بچي روزلي او شاوخوا یو میلیون افغانۍ ګټه یې کړې ده.

اعجاز الحق زیاته کړه: «کونړ کې اوس په ماهیانو ډېر کار روان دی یوه پروژه دولت او ان ایچ ایل پي کړې ده شل فارمونه یې جوړ کړي وو اوس دېرش نور خلکو خپله جوړ کړي دي زموږ د ماهیانو روزنځي کې زموږ فیصدي هم شته او نوره د دولت له خوا جوړه شوې ده له پخوا دې ولایت کې د ماهیانو روزل زیات شوي او له حکومت هم غوښتنه کوو، چې دې برخې ته پام ډیر کړي.»

د کبانو روزنځي یو مالک وایي، سږ کال یې د کبانو یو میلیون بچي روزلي او شاوخوا یو میلیون افغانۍ ګټه یې کړې ده.

د ماهیانو دا روزونکی او نیوونکی وايي، د دوی د فارمونو ماهیانو په شاوخوا دوه سوه او د کونړي سیند ماهیان بیا له دې په لوړه بیه پلورل کېږي.

د اعجازالحق په وینا، اوس دغه ولایت کې د کبانو تقاضا ډېره شوې او که نور فارمونه جوړ شي، نو د کونړ تر څنګ ټول ختیځ ته هم بسنه کولی شي.

د کرنې ریاست ویلي، اوس هم له پاکستانه کونړ او نورو ولایتونو ته کبان راوړل کېږي، چې په خپل وطن د روزل شویو کبانو پر بازار یې منفي اغیز کړی او که چېرې سوداګر د فارمونو جوړولو ته زړه ښه کړي، هم به ډېره ګټه وکړي او هم به له نورو هېوادونو د راوړونکیو ماهیانو مخه ونیول شي.

کونړ کې به له دې وړاندې د سیندونو کبان د مرګي دانې، برېښنايي شارټونو، جالونو، دامونو او ماینونو په وسیله نیول کېدل خو اوس یوازې په جال او دام نیول کېږي، ځکه نورو باندې یې حکومت بندیز لګولی دی.