حمدالله

هند او افغانستان به د ملګرو ملتونو له خوا پر طالبانو د بندیزونو پر روان ساتلو مشورې کوي

اطلاعات روز: د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د دې شورا سلاکار حمدالله محب په کابل کې د هند له مېشت سفیر رودرندرا ټنډن سره کتلي او پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو پر روان ساتلو یې د مشورو په کولو هوکړه کړې.

د ملي امنیت شورا دفتر نن (دوشنبه، ۳۰ د وري) پر فیسبوکپاڼې یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو ویلي، چې د دوه‌اړخیزو او د علاقې وړ مسایلو په هکله به همکارۍ لا ژورې کړي.

خبرپاڼه وایي: « دغه راز هوکړه وشوه چې هند او افغانستان به د ملګرو ملتونو له خوا پر طالبانو او نورو تروریستي ګروپونو د بندیزونو د جاري ساتلو لپاره سلا مشورې روانې وساتي.»

د طالبانو ډلې مشران له کلونو را په دېخوا د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د ځینو غړیو له خوا تر بندیزونو لاندې دي. د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له ۱۹۸۸ زېږدیز کال را په دېخوا پر طالبانو د دې شورا بندیزونه څاري.

د دې کمېټې ریاست هند پر غاړه لري او ناروې، ایرلنډ، کینیا او مکزیک هېوادونه یې غړي دي. طالبانو ډله په ځلونو د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې سولې تړون پر بنسټ پر دوی د دغو بندیزونو لېرې کولو غوښتونکي شوي دي.