امریکایان

توپ د طالبانو ډګر کې

د بهرنیو ځواکونو وتلو سره افغان سولې لړۍ کومه خوا ځي؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړه: بهادرخان رحماني

تر راتلونکو پنځو میاشتو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو اعلان سره، افغانستان کې له یوې خوا سولې ته رسېدو لپاره هیلې او له بلې خوا یوې سیاسي هوکړې لپاره د هڅو ناکامۍ له امله، یوې سیاسي ګډوډۍ ته د غورځېدو اندېښنه شته ده. د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه له قید او شرط پرته د امریکا او ناټو ځواکونو وتلو پرېکړې اعلان کې وویل، چې افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته رسېدلی دی: «القاعده په رښتیا هم ماته، مړه او له افغانستانه تښتېدلې ده.» په ورته مهال د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) هم امریکا سره په همغږۍ به له افغانستانه ووځي. د ناټو ډېری غړو هېوادونو له دې پرېکړې هرکلی وکړ. خو د ناټو غړیو هېوادونو منځ کې دا پرېکړه خپل مخالفین هم لري. له هغې ډلې د بریټانیا د پوځ لوی درستیز د امریکا له دې پرېکړې ناخوښي ښودلې: «دا هغه پرېکړه نه وه، چې تمه مو لرله.»

په داسې حال کې چې ټاکل شوې تر څو محدودو نورو میاشتو بهرني ځواکونه په بشپړ ډول افغانستان پرېږدي، افغانستان دا شپې ورځې د جګړې ګرم ډګر کې دی. افغان حکومت وایي، جنګ او سولې ته تیار دی. خو ځينې سیاسي څېرې او جریانونه له حکومت پرته د مقاومت تیاریانې نیسي. د خلکو ترمنځ ټولپوښتنه کې دا روحیه چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، یو سیاسي پرځېدلو او د مذاکراتو ماتېدو لوري ته روان دی، سولې ته له هیلې زیات دی. خو ولسمشر غني وایي، د افغانستان حکومت د پرځېدلو یا نسکورېدلو پړاو کې نه دی او افغانستان د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کوي. خو د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني د جرګې علني ناسته کې وویل، اوس مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره او «کورنیو خطرناکو جنګونو دوران ته د بېرته ورتلو شونتیا» شته ده.

خو په دې منځ کې طالبان له یوې خوا د سپټمبر په ۱۱مه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو اعلان خپله بریا بولي او له بلې خوا له څو میاشتو وروسته والي ناخوښ دي. هغې ته په غبرګون کې طالبانو ویلي، چې د دې وروسته والي له امله د ترکیې ناسته کې ګډون نه کوي. طالبانو ډلې د امریکا دولت دا پرېکړه د دوحې له تړونه سرغړونه او د ژمنو ماتېدنه ګڼلې.

په داسې شرایطو کې چې امریکا پرېکړه کړې له افغانستانه ووځي، د امریکایي ورځپاڼې راپور له مخې، جو بایډن ان د خپلو جنرالانو مشروط وتلو وړاندیز هم رد کړی دی. افغانستان کې د جګړې ډګر تود دی او طالبانو ویلي، تر هغې چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه و نه وځي، په هېڅ هغې ناسته کې چې د افغانستان سیاسي راتلونکي په اړه په کې پرېکړه نیول کیږي، ګډون نه کوي. په دې حالت کې د سولې لړۍ او د افغانستان سیاسي راتلونکي په اړه څه ډول انځور رامنځته کېدلی شي؟

د بریا خوب

د نړیوال سیاست او شخړو حل څېړونکی او لیکوال الهام غرجي اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، چې د بهرنیو ځواکونو وتنه د طالبانو منځ کې د بریا کیسه بشپړوي او دا ډله سیاسي هوکړې ته د تن ورکولو پر ځای د بریا یا فتحې خوب ویني. د ښاغلي غرجي په وینا، دا حالت به د دې لامل شي، چې طالبان د سولې خبرو ته کومه لېوالتیا و نه لري: «د هغوی ډېری پر دې باور دي چې کابل کې د سیاسي تشې او کمزوري مشرتابه پام کې نیولو سره، پای کې کولی شي پر هېواد غلبه وکړي.»

د نړیوال سیاست او شخړو حل څېړونکی او لیکوال الهام غرجي

الهام غرجي په دې باور دی چې مذاکراتو ته د طالبانو دننه کېدو او د ترکیې ناسته کې ګډون پر مهال، د بهرنیو ځواکونو وتل چې د طالبانو په نظر ماتې یې خوړلې، لامل کیږي چې طالبان د واک له موقعیته خبرو ته لاړ شي. طالبانو ویلي، د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتنې هېڅ راز د سولې خبرو ناسته کې ګډون نه کوي: «کوم ځواکمن دلیل چې طالبان دې د ترکیې سولې ناسته کې ګډون نه کوي، نشته. البته د نړیوال مشروعیت ترلاسه کول او ډيپلوماټیکې هڅې ښایي طالبان د ترکیې ناستې ته کش کړي، چې په هغې وخت کې به طالبان د قدرت له دریځه خبرو اترو ته دننه شي. پر دې بنسټ، د بهرنیو ځواکونو وتل، طالبان یو غوره ځای کې راولي.»

لیکوال او څېړونکی محمداکرام اندېشمند اطلاعات روز سره خبرو کې باوري دی چې که افغان سولې لپاره یووالی او سیمه ییزه اجماع رامنځته شي، د سولې لړۍ بریالیتوب زیات دی، له هغې پرته افغانستان د جګړې نوي پړاو ته دننه کیږي. د دې څېړونکي په باور، په داسې حالت کې چې اوس دا ډول اجماع نشته، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو لومړنی اغېز، طالبانو ته دروغجن باور رامنځته کول دي، چې د جنګ بریالي ځان ګڼي او سیاسي واک ته د رسېدو لپاره د جنګ له لارې تیار شي: «د سولې له هوکړې وړاندې وتل، مذاکراتو کې د طالبانو دریځ ځواکمنوي او برعکس د دولت موقعیت کمزوري کېدو لامل کیږي. طالبان په داسې حالت کې اچوي، چې له سیاسي اړخه پر خپلو نامعقولو غوښتنو زیات ټینګار وکړي.»

لیکوال او څېړونکی محمداکرام اندېشمند

ښاغلی اندېشمند باوري دی چې د سولې له هوکړې وړاندې د امریکا وتل، ان د امریکا له لوري د دوحې له تړونه سرغړونه ده. ځکه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې خبرو کې د پرمختګ، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کموالي او القاعده سره یې د اړیکو پرېکون شرطونو پورې تړلي ول. تراوسه له دې شرطونو یو یې هم نه دي عملي شوي. پر دې بنسټ امریکا له افغانستانه وتلو سره، دولت سره خپله بې پروایي ښیي او خپلو ژمنو ته پښې وهي.

توپ د طالبانو میدان کې

ولسي جرګه کې د بامیانو خلکو استازی نیکبخت فهیمي اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو خبر له دې اړخه ښه دی چې نور طالبانو ته پلمو فرصت نه پاتېږي. لکه څرنګه چې د طالبانو یوه غوښتنه همدا وه چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او بیا اوربند کوي: «په دې سره اوسمهال توپ د طالبانو ډګر کې دی. خو بیا هم د سولې ټینګښت ته هیله من نه یو. ځکه چې د سولې خبرو له پیله تر اوسه له موخیزو وژنو او وینې تویېدنې پرته، د طالبانو له خوا د سولې برخه کې هېڅ ښه اراده نه لیدل کیږي.»

ولسي جرګه کې د بامیانو خلکو استازی نیکبخت فهیمي

اغلې فهیمي د اوسني نظام د نسکورېدو او د کورني جنګ بیا تکرار اړوند د ځینو دولتي چارواکو او خلکو اندېښنې په اړه پر دې باور دی، چې اوسنی نظام به په همدې حالت پاتې شي: «ښایي د افغانستان حکومت په مشرتابه کې یو لړ بدلونونه راشي، خو دا چې نظام بشپړ له منځه لاړ شي، لېرې ده. فکر نه کوم چې امریکایان د دې دوو لسیزو لاسته راوړنې په دسې ارامه سره پرېږي چې له منځه لاړې شي او خپله لاړ شي.»

الهام غرجي د نظام پرځېدو او کورنیو جګړو پیلېدو اندېښنو په اړه باوري دی چې دا بحث د افغانستان داخلي مسلې پورې اړوند دی. د هغه له نظره دوه عامله به د دې لامل شي چې نظام و نه پرځيږي او طالبان به سولې خبرو ته کښیني؛ یو د نظامي، مالي او استخباراتي مرستو دوام او په نړیواله او سیمه ییزه کچه له حکومته سیاسي ملاتړ او بل کورنیو لوبغاړو کې د اجماع او سیاسي یووالي رامنځته کول. ښاغلی غرجي وایي، که حکومت وکولی شي، په دې دواړو اړخونو کې بریالی عمل وکړي، د نسکورېدو ګواښ له منځه وړي. خو په دې برخه کې جدي شکونه شته. بهرنۍ مرستې به دوام وکړي، خو له حکومته په نړیواله او سیمه ییزه کچه ملاتړ ډېر کم دی: «له هند پرته او تر یوه حده ایران، د سیمې هېوادونه د غني له حکومته ملاتړ نه کوي. دننه هم د دولت د ملاتړ او مشروعیت کچه خورا ټيټه ده. له سیاسي اړخه له نسکورېدو ژغورنه حکومت کې د پراخه سمونونو پورې تړلې ده. اوسنۍ مشرتابه د په کور دننه او د سیمې د اجماع لپاره لازمه توانایي نه لري.»