احصاییه

د ۱۳۹۹ احصاییه؛ د هېواد پنځوس سلنه وګړي د کورنیو عاید کې برخه نه لري

خبریال: بهادرخان رحماني

د افغانستان احصایې او مالوماتو ملي ادارې د ۱۳۹۹ کال احصاییوي کالنۍ په خپرولو سره، د هېواد نفوس ۳۲.۹ میلیون تنه راوړی او ویلې یې دي، چې پنځوس سلنه یې د کار له عمره پورته دي او د عایدو ترلاسه کولو کې ونډه نه لري.

د احصایي ملي ادارې له خوا چې پرون (دوشنبه، ۳۰ د وري) دا ارقام، شاخصونه او احصاییوي مالومات خپاره شول، د هېواد د اقتصادي او ټولنيزو سکټورونو اړوند د نفوسو، کرنې، پوهنې، روغتيا، ملي محاسباتو، د بيو شاخص، صنعت، ودانیو، کانونو، برېښنا، خدمتونو، بهرنۍ سوداګرۍ، د دولت د پولي احصایيو او بهرنیو مرستو په برخه کې ارقام په بر کې نیسي.

د دې کالنۍ پر بنسټ، د هېواد نفوسو له ډلې شاوخوا ۵۰ سلنه یې د کار له عمره وتي؛ په دې مانا چې د عایدو ترلاسه کولو کې برخه نه لري او پر نورو ۵۰ سلنو متکي دي. د شمېرو له مخې، ۱۵.۵ میلیونه د هېواد وګړي تر ۱۵ کالو ټيټ عمرلرونکي او ۹۰۰ زره نور تر ۶۴ کالو پورته عمر لري.

په ټوله کې ۱۶.۱ میلیون وګړي ښځې او ۱۶.۸ میلیون نور یې سړي دي.

د هېواد احصاییوي کالنۍ دغه راز ښیي، چې ښاري نفوس اته میلیونه، کلیوالي نفوس ۲۳.۴ میلیونه او د کوچیانو نفوس ۱.۵ میلیونه تنه دی.

په هېواد کې د وګړو لومړۍ او وروستۍ سرشمېرنه په ۱۳۵۸ کال کې وشوه. د هغې پر بنسټ په هغې کال کې د نفوسو شمېر شاوخوا ۱۳ میلیونه تنه تثبیت شوی و. له هغې راوروسته په ۱۳۸۳ کال کې له هغې سرشمېرنې په ګټنې، د هېواد نفوس ۲۳ میلیونه تنه اعلان شو. له هغې وروسته هر کال دهېواد نفوس د ۲.۴۱ رقمي ضریب پر بنسټ راوړل کیږي.

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، د دې کالنۍ ارقام د دې ترڅنګ چې د احصايې له پلوه د هېواد د اقتصادي او ټولنیز وضعیت بشپړ تصویر وړاندې کوي، د ارقامو او معلوماتو بډايه سرچينې ته په اسانۍ سره د لاسرسي زمينه هم برابروي. یاد ارقام او معلومات وزارتونو، دولتي ادارو، غيردولتي سازمانونو، خصوصي سکټور او همدارنګه نړیوالې ټولنې سره د پاليسیو او پروګرامونو په جوړولو او د شواهدو پر بنسټ د تصميم نيولو په برخه کې مرسته کوي.

کورني ناخالص تولیدات

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې مرستیال حسیب الله موحد ویلي، د دې کالنۍ پر بنسټ د هېواد د کورنيو ناخالصو تولیداتو ارزښت ۱۵۲۰,۳۹ میلیارده افغانۍ او د کورني ناخالص سړي سر تولید ۴۵۷۵۴ افغانيو ته رسېږي او د ریښتیني کورني ناخالص تولید وده ۱,۹- سلنه ده. د کرنې، صنعت او خدمتونو سکټورونو په ترتیب سره په کورني ناخالص تولید کې (۲۷,۰۱)، (۱۲,۴۷) و (۵۶,۰۷) سلنه ونډه لرلې ده.

په ۱۳۹۹ کال کې د لګښتي توکو شاخص دا ښیي چې د پړسوب کچه په افغانستان کې ۵,۶ سلنه وه، چې د تېر کال په پرتله چې ۳, ۲ سلنه وه، لوړوالی ښيي. د لګښتي توکو د ارقامو په پام کې نيولو سره د بيو د ډېر لوړوالي پړسوب په هرات ولايت کې ۲, ۱۳ سلنه او له هغه وروسته په ننگرهار کې ۱۲,۳ سلنه وه. په دې کال کې د خوراکي توکو بیې ۱۰,۰ سلنه لوړوالی او د غيرخوراکي توکو بیې ۱,۴ سلنه لوړوالی راښيي.

کرنه

د کرنې شمېرې دا ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې د ۵,۲ ميليون ټنو په اندازه غنم توليد شوي چې د تېر کال په پرتله یې ۶ سلنه زیاتوالی څرګندوي. د غنمو په تولیداتو کې زیاتوالی د غنمو تر کښت لاندې سیمو کې د زیاتوالي له کبله دی. د غلو دانو او حبوباتو تر کښت لاندې سیمې په ۱۳۹۹ کال کې د تېر کال په پرتله ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

په همدې اړه د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له خوا په جوړې شوې ناسته کې د کرنې وزارت د کرنې احصاییو رییس ظهیرالدین امام پور، ارقام د پرېکړو بنسټ بللي او زیاته کړې ده، چې په هره برخه کې د پالیسیو جوړول ارقامو او معلوماتو ته اړتیا لري او له هغه پرته د پالیسیو جوړول ممکن نه برېښي. ښاغلي امام پور زیاته کړې، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د احصایيوي معلوماتو د خپرېدو رسمي مرجعې په توګه له بېلابېلو بنسټونو څخه ارقام راټولوي او تر ارزونې او توحید وروسته یې خپرېدو ته سپاري، چې په ملي او نړیوالو بنسټونو کې د پالیسي جوړونکو لپاره خورا مهم دي.

برښنا

په هېواد کې د برېښنا د توليد او تورید په اړه ارقام د دې ښودونکي دي چې د برېښنا توليد په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۶۱۹۷,۶۲ ميليون کيلوواټ ساعت و، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې یې ۶۱۸۲,۷۴ ميليون کيلوواټ ساعتو ته کموالی کړی دی.

د سوداګرۍ اړوند شمېرې

د سوداګرۍ ارقام ښیي چې په ۱۳۹۹ کال کې د ثبت شويو وارداتي اجناسو ټول ارزښت ۶۵۳۷,۶ ميليون ډالره او د هېواد صادرات ۷۷۶,۷ ميليون ډالره وو. په ۱۳۹۸ کال کې د هېواد واردات ۶۷۷۶,۸ ميليون او صادرات ۸۶۳,۸ ميليون ډالره وو.

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، دغه ارقام د دې ښکارندویي کوي چې د هېواد وارداتو په ۱۳۹۹ کال کې د تېر کال په پرتله ۲۳۹,۱ ميليون ډالره یا ۳,۵ سلنه کموالی کړی دی، په داسې حال کې چې صادراتو د ۸۷,۱ ميليون ډالرو یا ۱۰,۰ سلنې په اندازه کموالی کړی دی. باید وویل شي چې په ۱۳۹۹ کال کې د وارداتو په ټول ارزښت کې ۲۵۳,۵ میلیون ډالره د برېښنا واردات هم شامل دي.

د خدمتونو واردات

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، د خدمتونو واردات په ۱۳۹۹ مالي کال کې شاوخوا ۱۱۰۳,۵ میلیون ډالره وو چې د ۱۳۹۸ مالي کال په پرتله د ۹,۰ سلنې په کچه کموالی ښیي. په ټوله کې د اجناسو او خدمتونو واردات په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۷۶۴۱,۱ میلیون ډالره وو چې د ۱۳۹۸مالي کال په پرتله ۴,۴ سلنه کموالی ښيي.

د خدمتونو صادرات په ۱۳۹۹ مالي کال کې شاوخوا ۶۹۹,۶ میلیون ډالره وو چې د ۱۳۹۸ مالي کال په پرتله ۷,۳ سلنې زیاتوالی څرګندوي. په ټوله کې د اجناسو او خدمتونو صادرات په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۴۷۶,۳ میلیون ډالره وو چې د ۱۳۹۸ مالي کال په پرتله ۲,۶ سلنه کموالی ښیي.

هوایي لېږد رالېږد

د هوايي لېږد رالېږد په برخه کې د ۱۳۹۹ کال ارقام څرګندوي چې دولتي هوایي کرښې (آريانا) ۵۸۶ ټنه مالونه لېږدولي او بل خوا بیا خصوصي هوايي کرښو ۸۶۰ زره مسافر لېږدولي دي.

د دولتي کارمنانو تحصیلي درجه

د دولت د ملي خدمتونو د کارکوونکو اړوند د زده‌کــړې درجې ارقام ښيي چــې د ټولو ۳۲۴۶۲۰ دولتي کارکوونکو له ډلې څخه ۴۰۸ تنه دکتورا ۹۰۴۲ تنه ماسټر، ۸۸۴۸۷ تنه لېسانس او پاتې ۲۲۶۶۸۳ تنه له لېسانس ښکته درجې درلودونکي دي.

د زده کړیالانو شمېر

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، همدارنګه د لوړو زده‌کړو ارقام دا ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې د دولتي پوهنتونونو او خصوصـي لوړو زده‌کړو موسـسو د محصلینو ټول شمېر۳۸۷۹۴۶ تنه وو چې د تېر کال په پرتله ۸,۶ سلنه کموالی ښيي؛ له ډلې یې ۲۷۹۰۹۴ نارينه او ۱۰۸۸۵۲ تنه یې ښځينه محصلینې جوړوي.

په ۱۳۹۹ کال کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو شمېر ۱۶۷ بابو ته رسېږي چې ۱۲۸ یې خصوصي او ۳۹ پوهنتونونه یې دولتي دي. د ۱۳۹۸ کال په پرتله د خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو په شمېر کې یو باب زیاتوالی راغلی دی.

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د استادانو شمېر په ۱۳۹۹ کال کې ۱۸۹۹۸ تنو ته رسېده چې له ډلې یې ۲۶۱۷ تنه ښځينه او ۱۶۳۸۱ تنه نارينه دي چې د ۱۳۹۸ کــال په پرتله ۰,۵ سلنه زياتوالی لري.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنایي پېښو شمېر

په ۱۳۹۹ کال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ۴۵۳۱ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۳۵,۹ سلنه زیاتوالی ښیي. په ۱۳۹۹ کال کې ۱۷۹۰۳ د جنایي جرمونو پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۱,۶ سلنه کموالی ښيي. په همدې کال کې ۲۶۱۹ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۱۱,۹ سلنه کموالی ښيي.

په ماینونو ککړې سیمې

په ۱۳۹۹ کال کې په ماینونو ککړې سیمې ۱۳۵۴ کیلومټره مربع تثبیت شوي، چې له ډلې یې۸۳ کیلومټره مربع سیمې پاکې شوي دي چې د تېر کال په پرتله نژدې ۴,۴ سلنه زیاتوالی ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د ناامنۍ او تمویل کوونکو د نشتون له امله ډېری ولایتونه له ماینونو څخه نه دي پاک شوي.

د روغتیا اړوند شمېرې

په هېواد کې د عامې روغتيا شمېرې ښيي چې په ۱۳۹۹مالي کال کې د روغتيايي مرکزونو شمېر ۲۶۹۹ بابو ته رسېږي. په داسې حال کې چې په ۱۳۹۸ کال کې ۲۷۴۵ روغتيايي مرکزونه موجود وو چې یو سلنه کموالی ښيي. دا روغتيايي مرکزونه فرعي، اساسي او جامع مرکزونه رانغاړي او ليدل کېږي چې د دې برخې اسانتـياوې د ۱۳۹۸ کال په څېر پوره نه دي او لا تر اوسه هم د هرو لسو زرو تنو لپاره څلور بسترونه او درې ډاکټران دي.

په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې د ساري ناروغيو لکه ملاريا، نري‌رنځ او اېډز پېښې موجودې وې، په داسې حال کې چې د اېډز پېښې په ۱۳۹۹ کال کې زیاتې شوې دي. د اېډز په ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر په ۱۳۹۹ کال کې ۳۰۶۶ تنو ته رسېده چې د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښيي؛ دغه زياتوالی ډېر ګواښوونکی دی چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له خوا په خپاره شوي دې کالنۍ کې راغلي، چې دا ارقام او احصاییوي معلومات د وزارتونو، دولتي ادارو او خصوصي سکټور په مرسته د دې ادارې د کارکوونکو په واسطه چمتو شوي، چې د هرې برخې راټول شوي ارقام د وروستيو پرمختګونو په اړه د اړوند سکټور د دولتي پاليسيو او موخو په پام کې نيولو سره تحليل شوي او په تعریفونو، تصنيفونو، طبقه بندۍ او توضېحاتو کې له نړیوالو معيارونو څخه ګټه اخيستل شوې ده.

دغه راز، د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مسعودالله علیشنګي د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړې، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په هېواد کې د ارقامو، شاخصونو او احصاییوي معلوماتو د خپرېدو رسمي مرجع ده. نوموړي دغه راز ویلي، چې احصايیوي کالنۍ هر کال د دې ادارې له لوري ترتیب او چاپېږي او د ملي او نړیوالو بنسټونو د ګټې اخیستنې وړ ګرځي.