ښوونکی

افغانستان کې د ښوونکو کمښت ننګونه: موقتي ښوونکي «حق‌الزحمه» تراوسه ګمارل شوي نه دي

خبریال: لیاقت لایق

ژباړن: بهادرخان رحماني

له ښوونیز کاله یوه میاشت تېریږي، د کابل ښار په ډېری ناحیو، ولسوالیو او ولایتونو کې زده کوونکي د ښوونکو کمښت له امله بې برخلیکه دي.

 د ښوونکو کمښت د افغانستان پوهنې یو له اساسي ننګونو دی. د دې ننګونې ځینې برخو لېرې کولو لپاره، له دې وړاندې د پوهنې وزارت هر کال موقتي «حق‌الزحمه» ښوونکي ګمارل. سږ بیا د مالي ستونزو له امله همدا ښوونکي هم نه دي ګمارل شوي.

د رسمي شمېرو له مخې، د بېلګې په ډول د کابل ښار دیارلسمې ناحیه کې یو زر او ۳۰۰ ښوونکي کم دي. د دې ناحیې اوسېدونکيد ښوونکو له کمښت او د لسګونه زره زده کوونکو له بې برخلیکۍ شکایت لري. په دې ناحیه کې دمګړۍ یو زر او ۴۸۳ ښوونکي په ښوونې او روزنې بوخت دي. دا شمېرې ښیي چې نږدې دې ناحیه کې نږدې ۵۰ سلنه ښوونکي نه دي ګمارل شوي.

 دغه راز د کابل دولسمه ناحیه کې یو زر او ۲۱۵ ښوونکي شتون لري او زر نورو ښوونکو ته اړتیا ده. د اوولسمې ناحیې ښوونځي اوس مهال یو زر او ۳۰۰ ښوونکي لري، خو یو زر او ۲۰۰ نورو ښوونکو ته اړتیا لري. په ټوله کې کابل ښار کې ۲۵ زره ښوونکي پر ښوونې او روزنې اړم دي، خو له دې سره هم د کابل ښار ډېرې ناحیې زرګونه ښوونکو کمښت لري.

د کابل ښار ځینې اوسېدونکې د ښوونګو ګمارنه کې پوهنې وزارت په تبیعیض تورنوي او وایي، چې ځینو ناحیو کې سلګونه ښوونکي کم دي، خو ځينو کې بیا اضافه ښوونکي نیول شوي دي. د پوهنې وزارت دغه تور ردوي او وایي، د ښوونکو کمښت ستونزه په یوې یا دوو ناحیو کې نه، بلکې د کابل ښار په ډېری ناحیو کې شته ده. د هېواد پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وایي: «داسې نه ده چې ځینو ناحیو کې اضافي بستونه شتون ولري او ځینې نورو کې ښوونکي کم وي. له شک پرته تېرو کلونو کې امکان لري چې د بستونو وېش کې یو لړ ننګونې وې، خو د اوسنۍ رهبرۍ هڅه دا ده چې وکولی شو په برابره توګه امکانات ووېشو. ډېری تمرکز پر هغو ناحیو او ولایتونو دی چې محرومه دي. هم د امکاناتو له اړخه او هم د ښوونکو او اداري تشکیل له اړخه.»

د پوهنې وزارت مسوولین وایي، چې ټاکل شوې سږ کال د «حق الزحمه» ښوونکو ګمارنې لړۍ ژر پیل شي. دمګړۍ له ښوونیز کاله یو میاشت تېریږي، د دې وزارت ویانده وایي، مالیې وزارت سره یې د دې ښوونکو د ګمارنې مالي ننګونې لېرې کولو لپاره بحثونه روان دي او هڅه کې دي چې دغه ننګونه ژر حل شي. د اغلې ارین په وینا، دا چې د ولسي جرګې له خوا د ۱۴۰۰ کال ملي بودجه په ځنډ تصویب شوه، له همدې امله د حق الزحمه یي استادانو ګمارنه هم وځنډېده.

د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان ښوونې او روزنې برخه په ټوله کې ۶۰ تر ۷۰ زره ښوونکي کمښت لري. د پوهنې وزارت مسوولینو او ولسمشر هر کال د ښوونځي زنګ تړنګولو مراسمو کې ژمنه کوي چې زرګونه نوي ښوونکي د ازادۍ سیالۍ له لارې ګماري او دې ننګونې ته په تدریج سره پای ورکوي. سږ هم د ولسمشر محمداشرف غني په وینا، ټاکل شوې چې ۱۱ زره د ښوونکو نوي بستونه رامنځته او ازادې سیالۍ ته یې وړاندې کړي.

د افغانستان ښوونې او رزونې برخه کې د ښوونکو کمښت په داسې مهال ده، چې د رسمي شمېرو له مخې، په پوهنې وزارت کې ډېری خیالي کارمنان او ښوونکي پېژندل شوي دي. که څه هم تراوسه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له خوا د پوهنې وزارت کارمنانو او ښوونکو د بایومټریک ثبت لړۍ پای ته نه ده رسېدلې. دغه کمېسیون د تېر کال لیندۍ میاشت کې له دې لړۍ ځينې اطلاعات خپاره کړل چې ښیي، د دولت دستګاه کې له ۱۲ زره خیالي کارمنانو، ۹ زره یې د پوهنې وزارت اړوند دي. د هغې څېړنو له مخې چې تېرو کلونو کې خپرې شوې، پوهنې وزارت کې د خیالي ښوونکو شتون له امله دغه اداره د ډېر فساد لرونکې ادارې سر کې راغله؛ کارمنانو او ښوونکو چې په جعلي نومونو او د کار سیمه کې له حضور پرته له دولته معاش اخلي. په داسې حال کې چې ښوونځي کې شامل زرګونه زده کوونکي د ښوونکو کمښت له امله له ښوونې او روزنې پاتې کیږي.