غني

ولسمشر غني: تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولین لومړی، مهمند روغتون کې درملنه کوي

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته په خپل سفر کې د مهمند روغتون پرانیستې مراسمو کې وویل، چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.

ولسمشر غني نن (پنج شنبه، ۲ د غویي) کندهار ولایت ته د دې ولایت عمومي وضعیت ارزونې لپاره لاړ. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني د مهمند نړیوال روغتون پرانیستې مراسمو کې وویل، چې د دې روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.

ولسمشر ویلي، نن افغانستان لپاره د روغتیا تاریخ کې یو نوی څپرکی دی. نوموړي د کابینې غړو ته لارښوونه کړې چې: «تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.»

خبرپاڼه وایي، ولسمشر اشرف غني په دې مراسمو کې له هیواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، نور د جګړې لپاره دلايل ختم دي او پر طالبانو يې غږ وکړ چې راشي او په افغاني همت، يووالي، اراده او درک دا وطن جوړ کړو.

ولسمشر غني دغه راز ویلي: «د خپلو خبرو په پای کې وويل، مهمند روغتون د نوي کندهار انځور دی او د دغه روغتون د مسوولينو ټولو غوښتنو او وړانديزونو ته به رسيدګي وشي.»

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال يونس مهمند ویلي، سوداګرو ته د دولت له لوري د اسانتياوو رامنځته کول دوی په هيواد کې پانګونې ته هڅوي او دې برخې ته یې د حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ارګ خبرپاڼه دغه راز وایي، د مهمند ګروپ مشر صديق مهمند ویلي، مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون د کرونا وبا په سختو شرايطو کې د هيواد سويلي حوزې خلکو ته معياري خدمتونه وړاندې کړي او تر دې وروسته به زموږ هیوادوال اړ نه وي چې د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي.

خبرپاڼه همدارنګه وایي، لومړي مرستيال امرالله صالح ویلي، حکومت له خصوصي سکتور سره نږدې اړيکې رامنځته کړي او په اقتصادي وده کې د دوی رول د ستايلو دی.

خبرپاڼه وایي: «هغه زیاته کړه، په اوسنيو شرايطوکې پانګونه له وطن سره د مهمند ګروپ د مسوولينو مینه ښيي او له دې سره به د درملنې لپاره بهر ته د وړل کېدونکې پانګې مخه ونيول شي. »