ماشوم

ننګرهار کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شو

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې پولیسو يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۳  دغویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره ورځ د امنيه قوماندانۍ د جنايي مديريت منسوبينو په هڅو د تميم په نوم يو ماشوم د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړای شو.

ښاغلی خوږیاڼی وایي، ياد ماشوم ۱۱ ورځې وړاندې د کابل درېیمه ناحیه کې تښتول شوی و.

خوږیاڼی زیاتوي: «پولیسو جلال اباد ښار د انسان تښتوونکو له منګلو یو ماشوم ازاد کړی او د خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل شو، د عاملینو د نیولو هڅې یې روانې دي.» خوږیاڼی وایي، پولیس هڅه کوي د یادې پېښې عاملین ونیسي.