شاه بند

د اوبو تنظیم ملي اداره: شاه او عروس بند به ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

اطلاعات روز: د اوبو چارو تنظیم ملي اداره وایي، د شاه و عروس بند ساختماني چارې بشپړې او ژر به یې د اوبو ذخیره کولو پروسه پيل شي.

د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې د دې ادارې تخنیکي مرستیال احمدویس بصیري له دې بنده د لیدنې پر مهال چې د کابل والي محمدیعقوب حیدري او ځینو نورو مسوولینو ورسره ملتیا کوله ویلي، چې د شاه او عروس بند ساختماني چارې بشپړې شوې دي.

ښاغلي بصیري ویلي: «د شاه و عروس بند ساختماني چارې بشپړې شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به یې د اوبو ذخیره کول پيل شي او زیاته یې کړه هر څومره چې ژر کیږي د سیمې خلک دې ساحه پاک کاري او دغه سیمه پريږدي.»

د خبرپاڼې په وینا، ښاغلي بصیري په خپلو خبرو کې د شاه و عروس د میدانک سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې د استملاک تصفیه حساب پيسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به زیانمنو باندې ووېشل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، د شاه و عروس بند د دې ادارې یو له سترو پروژو دی، چې د ۱.۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت لري او ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي دغه راز ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې دا اونۍ د اوبو او برښنا مدیریت په نوم نومول شوې.د اوبو چارو تنظیم ملي اداره وایي، په دې اونۍ کې به افغانان د اوبو مدیریت، اوبو رسولو او برښنا په برخو کې د مختلفو پروژو ۱۴ ټولګو د پرانستې شاهدان وي.