پکتیکا

د پکتیکا مرکز ښرنې ښار تر اوسه ډیزلي برښنا هم نه لري

خبریال: حبیب الله سراب

پکتیکا د هیواد سوېل ختیځ کې پروت یو ولایت دی. د دې ولایت د مرکز ښرنې ښار یې تر اوسه ډیزلي برښنا هم نه لري. څه موده وړاندې د یاد ولایت د برښنا ریاست مسوولینو ویلي و، چې د ښرنې ښار لپاره یې د ۷۵۰ کیلو واټه ډیزلي برښنا د ورکړې په موخه یې د ویش ټولې چارې بشپړې شوې، خو له همدې مودې څو میاشتې تېریږي، چې لاهم ښاریانو ته برښنا نه ده ورکړل شوې او خلک یې د ژر ویش غوښتنه کوي. 

د ښرنې ښار اوسېدونکی راز محمد خاورې وايي، د وخت والیانو ورسره څو ځله ژمنه کړې، چې دوی ته به برښنا او نورې اسانتیاوې برابروي، خو د نوموړي په وینا چې تر اوسه اړوند ریاست په دې نه دی توانېدلی، چې ښار ته د برښنا ورکړې زمینه برابره کړي. 

راز محمد په دې اړه داسې وايي: «مونږ دا لس کاله دې ته په تمه یو، چې حکومت به راته د برښنا اسانتیاوې برابروي، خو دا دی، په ږیرو کې مو سپین ولګېدل، چې نه مو ډیزلي برښنا ولیده او د وارداتي برښنا څخه خو مو یو مخ لاس مینځلي، دلته چې هر والي راغلی دا ژمنه یې کړې، خو تر اوسه په عمل کې هیڅ ندي شوي.»

پکتیکاوال وایي، له کلونو ورسره د برښنا ژمنه کیږي، خو نه عملي کیږي.

د دې ښار یو بل اوسېدونکی محمد داود بیا وايي، چې ښار ته شاوخوا اته میاشتې وړاندې د برښنا مزي غځول شوي، خو اوس یې د ویش چارې د نامعلومو دلایلو له امله په ټپه درېدلي دي، نوموړی له برښنا ریاست څخه غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې راسره کړې ژمنې عملي کړي.

محمد داود په دې اړه وايي: «له پکتیکا خلکو سره تل د مور او میرې چلند شوی، مونږه ته اته میاشتې یا نهه میاشتې وړاندې د لین غځولو او پایو نسب کار پیل شوی، خو اوس مونږ هم نه پوهېږو، چې ولې یې پاتې چارې د نامالومو لاملونو له امله ولاړې دي، خو په والي صیب دا غږ کوو، چې د برښنا د ویش موضوع دې جدي ونیسي.»

محمد الله چې په ښرنې ښار کې ژوند کوي، اطلاعات روز ته یې په خبرو کې وویل، که دوی ته برښنا توضیح شي، نه یوازې دا چې ورسره به یې ستونزې راکمې شي، بلکې په کاروبار به هم مثبت اغېز وکړي، هغه ټینګار کوي، چې د دې پروژې پاتې کارونه دې ژر پیل شي، کنه نو خلک به د برښنا ریاست پر وړاندې غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه: «مونږ اوس په ښار کې برښنا نلرو، ښار مو له ماښام وروسته تړل کیږي، ځکه چې دلته برښنا نشته، نو خلک په تیاره کې هیڅ کاروبار نشي کولی، که برښنا وی، نو هم به د شرنوالو ستونزې ورسره راکمې شوې وای او بل به دلته د سوداګرو او دوکاندارانو کاروبار هم ډېره وده کړې وه.»

د پکتیکا اوسېدونکي وایي، ښار ته شاوخوا اته میاشتې وړاندې د برښنا مزي غځول شوي، خو اوس یې د ویش چارې د نامالومو دلایلو له امله په ټپه درېدلي دي.

په همدې حال کې د پکتیکا د ولایتي شورا غړي هم په دې اړه اندیښنه لري، چې ولې له میاشتو ځنډ وروسته بیا هم ښرنې ښار ته برښنا ندی وصل شوې، د یادې شورا غړی نعمت الله بابری زیاتوي، که په دې پروژه کې فساد شوی وي، نو ښکیل کسان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. 

د نوموړي په خبره چې د دې برښنا د ویش موده شاخوا درې میاشتې ټاکل شوې وه، چې د مرکز ښرنې ښار ته به برښنا ورکول کیږي، خو تر اوسه ندی ورکړل شوې.

ښاغلي بابري وویل: «اوس مونږ هم دې ته حیران یو، چې د برښنا ویش په اړه چې کومه موده ټاکل شوې وه، ولې بشپړه نه شوه او د کوم خنډ له امله یې اوس چارې درېدلې دي، خو زمونږ اندېښنه بیا دا ده، چې خدای مه کړه، په دې کې اړونده شرکت کوم فساد نه وي کړی، ولایتي اداره باندې دا غږ کوو، چې د برښنا موضع عادي ونه ګڼي او ژر تر ژره یې باید ښاریانو ته وویشي.»

د پکتیکا د ولایتي شورا غړي هم په دې اړه اندیښنه لري، چې ولې له میاشتو ځنډ وروسته بیا هم ښرنې ښار ته برښنا نه ده وصل شوې.

د پکتیکا د برښنا ریاست چارواکي ښرنې ښار ته د برښنا د ویش ځنډ د بودیجې کموالی په ګوته کوي او وايي، د برښنا لوی ریاست که دوی ته پیسې ورکړي، نو په هماغه وخت به خلکو ته د مېټرونو ویش پیل شي. 

انجینیر محمد عالم توتاخېل زیاتوي، چې د ښرنې ښار لپاره د برښنا د ویش ټولې چارې پای ته رسېدلې او په نږدې وخت کې به هټۍ والو او د استوګنې کورونو ته توضیح شي.

د پکتیکا د برښنا ریس په دې اړه اطلاعات روز ته داسې وویل: «مونږ د ښرنې ښار لپاره د برښنا ټولې چارې بشپړې کړې دي او نږدې وخت به خلکو ته وویشل شي، خو مونږ یوه ستونزه دا لرو، چې په پلازمینه کې د برښنا لوی ریاست که مونږ ته بودیجه راکړي، نو په هماغه ورځ ورباندې مېټرې اخلو او خلکو ته به یې وویشو، نوره کومه ستونزه وجود نلري، زه د شرنې اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم، چې ستاسو غوښتنو ته به رسیده ګي کیږي.»

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار لپاره د ډیزلي، سولري او وارداتي برښنا د ورکړې ژمنه شوې وه، خو تر اوسه حکومت ندی توانېدلی، چې له دې ډلې یوه هم ښاریانو ته ورکړي، د معلوماتو له مخې چې ډیزلي برښنا لغوه شوې او پر ځای به یې وارداتي برښنا وویشل شي، خو خلک بیا په دې اړه ندېښنه لري، چې ډیزلي برښنا میاشتې وخت ونیو، خو وارداتي برښنا به کلونه وخت ونیسي.