ننګرهار

سپین غر ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت سپين غر ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی.

د ننګرهار د والي ویاند نن (شنبه، ۴ د غویي) عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې سره وویل، تیره شپه د اچين ولسوالۍ مامندرې سيمه کې وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو بريد کړی، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابيه بريد کې سپين غر ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال مسافر د خپلو څلور ملګرو سره وژل شوی او پنځه ملګري يې ټپیان شوي دي.

خوږياڼی زیاتوي، د ياد ځوابيه بريد پر مهال د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تېره شپه د افغان ځواکونو اچین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سپین غر ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال له نورو ملګرو سره وژلی دی.»

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.